که څه هم د افغانانو ترمنځ خبرو پیل کره نیټه نه ده روښانه خو طالبانو د سولې مرکچي پلاوی معرفي کړ.
د طالبانو د ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي چې د دې ډلې مرکچي پلاوی ۲۱ غړي لري چې مولوي عبدالحکیم د پلاوي مشر،شیرمحمد ستانکزی مرستیال او محمدنعیم وردک هم د ویاند په توګه ګمارل شوي دي.
له بلې خوا حکومت طالبانو تورنوي چې د بندیانو د خوشې کیدو لړۍ له بشپړیدو سره سره،دا ډله لا هم د مخامخ خبرو اترو لپاره نه ده چمتو شوې خو طالبانو بیا ویلي دي چې ډير ژر به د خبرو د پیل کره نیټه روښانه کړي.