د سولې د چارو یو شمیر فعالان وایي چې زلمی خلیلزاد د افغانستان حکومت له لورې د پاتو ۷زرو طالب بندیانو د خوشې کیدو غوښتنه کړې او په بدل کې یې، د تاوتریخوالي پنځوس ورځینی کمښت او وروسته یې د دایمي اوربند ډاډ ورکړی دی.
دوحې ته د افغانستان دولت د پلاوي له سفر څخه یوه اوونۍ تیره شوه؛ خو په دې بهیر کې تراوسه هیڅ پرمختګ نه لیدل کیږي.
که څه هم د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي چې دواړو لوریو په دې موده کې، د دواړو لوریو د اجنډا یووالي او جوړیدو پر سر هڅو ته دوام ورکړی، خو د سولې د چارو یو شمیر فعالان، په دوحه کې د طالبانو د مرکچي پلاوي د مشر نه حضور او د خلیلزاد نوي وړاندیځونه په دې بهیر کې د ټکني والي نوي لاملونه یادوي.
د باور ځواک بنسټ مشر، نجیب آزاد آرزو ټلویزیون ته وویل چې زلمي خلیلزاد د فغانستان حکومت ته د پاتو ۷زره طالب بندیانو د خوشې کیدو او په بدل کې یې د ۵۱ ورځو لپاره د تاوتریخوالي د کمښت او وروسته د تلپاتي اوربند وړاندیځ کړی دی.
هغه زیاته کړه: ښاغلي خلیلزاد د افغانستان دولت مشر ته د ۷زرو بندیانو د خوشې کیدو وړاندیځ کړی او په بدل کې یې د ۵۱ ورځو لپاره د تاوتریخوالي د کمښت او وروسته د دایمي اوربند او د یو کال لپاره په واک د ښاغلي غني د پاتې کیدو ډاډ ورکړی دی.
ښاغلي آزاد زیاته کړه چې ولسمشر غني دې وړاندیځ ته مثبت یا رد ځواب ندی ورکړی.
مخکې له دې یو شمیر سیاسیونونو هم ویلي چې زلمي خلیلزاد تیره اوونۍ کابل ته په خپل سفر کې، د لنډمهاله حکومت پیغام راوړی وو، له هغه وروسته دا خبره په یوه جدي بحث واوښته.
د مشرانو جرګې غړې، ګلالۍ اکبري په دې تړاو وویل چې د لنډمهاله حکومت بحث د افغانستان خلکو ارادې پورې تړاو لري، نه د منځګړیو.
د مشرانو جرګې بلې غړې، سیما جوینده هم وویل چې لنډمهاله حکومت د ګډوډیو او بدمرغۍ لامل ګرځي. هغې د افغانستان اسلامي جمهوریت له مرکچي پلاوي وغوښتل چې د افغانستان د خلکو لاسته راوړنې وساتي.
حکومت تراوسه په رسمي بڼه په دې اړه چې آیا خلیلزاد د لنډمهاله حکومت له پیغام سره راغلی وو، څه ندي ویلي، خو ولسمشر غني تیره اوونۍ دوه ځلي د ولسي ټاکنو له لارې خپل ځای ناستي ته د واک پر لیږد ټینګار کړی دی.