د ملي روغې جوړې لویه شورا وایي چې ښاغلی عبدالله د سولې د خبرو د بهیر په تړاو د سیمه ییزې ټلوالې د پیاوړتیا په موخه، په روانه اوونۍ کې نوې ډهلي ته ځي
د ملي روغې جوړې د لویې شورا ویاند، فریدون خوځون ویلي چې عبدالله عبدالله په یوه رسمي سفر، درې نۍ (اکتوبر شپږمه)، نوې ډهلي ته ځي.
هغه زیاته کړې، چې د دې سفر موخه د سولې له بهیر څخه د هند د ملاتړ ترلاسه کول او د سیمه ییزې ټلوالې پیاوړتیا ده او ښاغلی عبدالله به په دې سفر کې، د هند له سترو حکومتي چارواکو سره وویني.
ښاغلي عبدالله په دې وروستیو کې له یوې عربي رسنۍ سره په مرکه کې د دوحې د خبرو د مهال له اوږدیدو اندیښنه ښودلې او هیښتیا یې ورکړې چې دا بهیر به د هیوادوالو د مایوسۍ لامل وګرځي.
هغه ویلي: خلک د دې ترڅنګ چې خپل زغم ساتي، د سولې له بهیر څخه ملاتړ ته هم دوام ورکوي. دا خطر شتون لري چې د لاسته راوړنو پرته د خبرو د اوږدیدو په صورت کې، خلک مایوسه شي. باید بشرپاله اوربند او د تاوتریخوالي د پام وړ کمیدو ته لبیک وویل شي.
د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر وایي که په یوه پړاو کې د منځګړیو همکاریو ته اړتیا شي، د دواړو لوریو هوکړې سره باید ترې ګټنه وشي خو دې په همدې حال کې ټینګار کوي چې ټول کارونه باید د درییم اړخ پرغاړه پرېنښودل شي.
ښاغلی عبدالله د افغانستان دولت او طالبانو ډلې له مرکچي پلاویو غواړي چې له نرمښت سره خبرو ته دوام ورکړي.
د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر زیاته کړې: د افغانستان خلک له مونږ تمه لري چې د سولې په بهیر کې لا ډیر پرمختګونه وکړو. د خبرو دواړه لوري باید نرمښت او رښتینولي وښایي او په ستونزمنو او نیمه ستونزمنو بیلابیلو اجنډاوو کار وکړي.
اوس مهال د دوحې خبرې په ټپه دریدلي او لوري د یوې اختلافي برخې د هواري په موخه په نارسمي ناستو بوخت دي.
له بلې خوا زلمی خلیلزاد تیره ورځ تاجیکستان ته تللی او د دې هیواد له ولسمشر او چارواکو سره یې د افغانستان د سولې د مذاکراتو په تړاو خبرې کړي.
مخکې له دې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې ښاغلی خلیلزاد به په دې پړاو سفرونو کې، د سیمې له هیوادونو سره د سولې د خبرو وروسته د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر سر سلاوې وکړي.