د دې پلاوي غړي وایي، چې په دې پړاو خبرو کې یې لومړنۍ غوښتنه، سراسري اوربند دی او د همدې غوښتنې پر بنۍټ، خبرې پرمخ وړي.
په کابل کې د درې اوونیو رخصتیو وروسته، د افغانستان دولت یوویشت کسیز مرکچي پلاوی نن (درې نۍ، مرغومې۱۶)، له طالبانو سره د خبرو د دویم پړاو د پیل په موخه د قطر دوحې ته ولاړ.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر، سیدسعادت منصور نادري وویل چې پلاوي په دې موده کې، د ټولنې له بیلابیلو قشرونو سره له ۸۶ ډیرې ناستې لرلې دي.
د هغه په وینا، په دې ناستو کې موندلې چې د خلکو، حکومت او ملي روغې جوړې لویې شورا غوښتنه، په هیواد کې سراسري اوربند دي.
د دولت د مرکچي پلاوي مشر، محمدمعصوم ستانکزي په دې تړاو وویل: د افغانستان د خلکو غوښتنه دا ده چې په هیواد کې د تل لپاره وینه توییدنه پایته ورسیږي؛ ځکه د افغانستان خلک هره شیبه له جګړې رنځ وړي.
که څه هم د دولت مرکچي پلاوي یو شمیر غړي، اوربند او د اوسني نظام د جوړښت ساتنه د خبرو په دویم پړاو کې لومړیتوب یادوي، خو سرچینو ویلي چې د طالبانو اصلي ځیرنه به د نظام په څرنګوالي وي.
مخکې له دې د افغانستان دولت د مرکچي پلاوي یو غړي هم ویلي چې د خبرو په دویم پړاو کې، اساسي مساله به د واک ویش وي.
خو د ولسمشر دویم مرستیال، محمدسرور دانش په یوې وینا کې ویلي چې حکومت، طالبان په اوسني نظام کې شریکوي. هغه هیښتیا ورکړه چې د منځمهاله ادارې طرحه د نظام د پاشل کیدو معنا لري.
له دې ټولو سره، دوحې ته د پلاوي سفر سره هم مهاله، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړیاستازی، کابل ته راغلی او د ملي روغې جوړې د لویې شورا له مشر او یو شمیر سیاسي څهرو سره یې لیدلي دي.
د ملي روغې جوړې لویې شورا ویلي چې ښاغلي عبدالله په دې لیدنه کې، په هیواد کې تلپاتې سولې ته د رسیدو، د تاوتریخوالي، موخه ییزو وژنو د ډیریدو او اوربند اړوند خبرې کړې دي.