1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د افغانانو ترمنځ د خبرو دویم پړاو په قطر کې ترسره کیږي

آغاز-مذاکرات-میان-افغان-ها
27 Dec 2020

د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر وایي چې د دې شورا مشرتابه کمیټې پریکړه کړې چې د خبرو دویم پړاو دی په کره مهال په دوحه کې ترسره شي؛ ولسمشرۍ ماڼۍ هوکړه ښودلې ده.

 

د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشرتابه کمیټې په دویمه ناسته کې چې نن (یوه نۍ، مرغومې اوومه)، ترسره شوه، دا پریکړه وکړه چې د افغانانو ترمنځ د دویم پړاو دی یو ځل بیا په دوحه کې ترسره شي.

د ملي روغې جوړې د لویې شورا د خبرپاڼې پر بنسټ، عبدالله عبدالله په دې ناسته کې ویلي، هغو هیوادونو چې د خبرو د دویم پړاو د ترسره کیدو لپاره چمتووالی ښودلی وو، د کرونا ویروس له کبله د بندیزونو له امله یې په دوحه کې د خبرو د دویم پړاو د ترسره کیدو ملاتړ کړی دی.

په دې خبرپاڼه کې راغلي دي: پریکړه وشوه چې فني کمیټه د خبرو بل پړاو ته د پلاوي د تلو مخکې د افغانستان د اسلامي جمهوریت لومړیتوبونه ترتیب او جوړ شي او لومړیتوبونه د مشرتابه کمیټې د پخلي وروسته، د لارښود په توګه د مرکچي پلاوي له لورې ترې ګټنه وشي.

ارګ هم اعلان کړی چې ولسمشر غني له دې پریکړې سره هوکړه کړې ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند، صدیق صدیقي په ټویټري لیکنه کې ویلي دی: “د مرکچي پلاوي او د ملي روغې جوړې د لویې شورا د ښاغلو مشرانو د غوښتنې، د نړیوالو ملاتړو د سلاوو پر بنسټ او د خبرو په دویم پړاو کې د ځنډ د مخنیوي په موخه، د افغانستان ولسمشر هوکړه وکړه چې د خبرو راتلونکی پړاو دې په قطر کې ترسره شي. په افغانستان کې دننه د خبرو د بل پړاو د ترسره کیدو اړوند زمونږ ټینګار پرځای دی.”

 

 

په دې منځ کې یو شمیر سیاسي بهیرونه، حکومت د سولې د خبرو په راتلونکي پړاو کې د لومړیتوب نه لرونکی بولي.

د افغانستان د خلکو د ملي محور د سیاسي بهیر ویاند، عارف کیاني وویل چې دولت لا هم د لومړیتوبونو اړوند بریالی شوی ندی او روښانه نده چې د خبرو په میز کې د مرکچي پلاوي واکونه تر کومه کچه دي.

له دې ټولو سره، تمه ده د خبرو دویم پړاو د مرغومې په شپاړلسمه نیټه ترسره شي. د دواړو لوریو پلاوي له خپلو مشرانو سره په سلاوو بوخت دي.