تمه وه چې د لویې جرګې د پایته رسیدو وروسته په درییو ورځو کې، د حکومت او طالبانو د بندیانو د تبادلې بهیر بشپړ او د افغانانو ترمنځ خبرې پیل شي؛ خو د لویې جرګې له پریکړې د شپږو ورځو تیریدو وروسته، د بندیانو د خوشې کیدو بهیر ندې بشپړ شوی او د افغانانو ترمنځ خبرې هم ځنډیدلې دي.
د سیاسي چارو شنونکی، شهزاده مسعود په دې اړه وویل؛ ارګ او سپیدار د بندیانو د خوشې کیدو د بهیر د نه بشپړیدو او د حکومت او طالبانو ډلې ترمنځ د خبرو د بیل اړوند باید وضاحت ورکړي.
ښاغلي مسعود هیله مندي وښوده چې د بندیانو د تبادلې د بهیر بشپړیدل او د افغانانو ترمنځ خبرې، د روانې اوونۍ ترپایه پیل شي.
مخکې له دې ملي ټلویزیون د اګسټ په ۱۶ یعنې سبا (یوه نۍ) د دې خبرو د ترسره کیدو خبر ورکړی وو، خو تراوسه نه د بندیانو د تبادلې بهیر بشپړ شوی او نه هم د خبرو د ترسره کیدو رسمي اعلان شوی دی.
حکومت تراوسه د سولې خبرو ته د حسن نیت ښودلو لپاره د طالبانو له پنځو زرو ډیر بندیان د افغانستان له بندخونو خوشې کړي؛ خو ظاهراْ ولسمشر غني د دې بندیانو له خوشې کیدو خوښ ندی.
ښاغلي غني په دې وروستیو کې په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې په یوه مقاله کې، د دې کسانو له خوشې کیدو تراخه یادونه کړې.
هغه په دې مقاله کې ویلي؛ په تیرو پنځو میاشتو کې چې د افغانستان امنیتي سرتیري په تیارسۍ حالت کې وو؛ ۱۲زره او ۲۷۹ ملکي او پوځي وګړي د طالبانو او نورو جنګیالیو ډلو له لورې مړه او ټپيان شوي دي. حکومت د پنځه زره طالب بندیانو خوشې کولو سره، د سولې خطر د سر په بیه پیرلی دی.
د سیاسي چارو شنونکی، حسن حقیار، په دې مقاله کې د ولسمشر څرګندونې، حساسیت زیږوونکي بللي او ویلي چې داشان خبرې، د افغانستان د خلکو او د سولې د خبرو په ګټه ندي.
که څه هم تراوسه د سولې خبرو د ترسره کیدو مهال ندی روښانه؛ خو په کابل کې د افغانانو ترمنځ د خبرو لپاره د چمتووالي غونډې روانې دي او د حکومت مرکچي پلاوي، نن د ملي مصالحې د لویې شورا له مشر عبدالله عبدالله سره لیدلي دي.
سپیدار ته د دې پلاوي په کاري ګزارش کې راغلي چې دوی د خبرو مسایل په څلورو کمیټو، حقوقي او فقهي، زیانمنې ډلې، د جګړې قربانیان او اطلاع رسونې په برخه کې ویشلي دي.