1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د افغانانو ترمنځ د خبرو د کړنچارې د کړکیچ ماتیدل

قطر
22 Nov 2020

دوحې ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سفر په لړ کې، له دې ښار څخه باوري سرچینې د دې پخلی کوي چې د خبرو د کړنچارې پر سر کړکیچ د اړیکې ډلې له لورې مات شوی او تمه ده په ټولیزه ناسته کې د دواړو لوریو ترمنځ پرې وروستۍ هوکړه وشي.

 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د پیلنۍ په ورځ (لیندۍ لومړۍ)، د افغانستان دولت او طالبانو ډلې له پلاوي سره جلا جلا لیدنې لرلې دي.

پامپیو په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دواړه لوري یې د خبرو د بهیر د چټکیدو او د سیاسي لارې د نقشې اړوند د خبرو او تلپاتې او جامع اوربند د اعلان لپاره هڅولي دي.

ښاغلي پامپیو لیکلي: “په دوحه کې مې د افغانستان دولت او طالبانو ډلې له مرکچي پلاویو سره ولیدل. ما دواړه لوري د خبرو د دوام او په دې برخه کې د پرمختګونو اړوند وستایل. ما د سیاسي لارې د نقشې او تلپاتې او جامع اوربند اړوند چټکو خبرو ته وهڅول.”

د افغانستان د ملي پیوستون د نهشت مشر، سیداسحاق ګیلاني په دې تړاو آرزو ټلویزوین ته وویل: ” امریکا هیڅ کله هم له خپلې لیکنې نه تیریږي، کومه هوکړه او لاسلیک یې چې له طالبانو سره کړی، هماغه ورته معیار دی. امریکا ته زمونږ اساسي قانون ارزښت نلري، د هغوی خپل قانون ارزښت لري.”

په همدې حال کې د افغانستان د حقوقپوهانو ټولنې د مشرتابه شورا غړي، سبحان مصباح له آرزو ټلویزیون سره په مرکه کې وویل: “اصلي کلي د قضیې دواړو لوریو په لاس ده، دواړه لوري چې افغانان دي او ډیر مهال یې په دوحه کې سره وخت تیر کړی دی، خو هغه پایله چې د افغانستان خلکو تمه لرله، له بده مرغه لاسته نده راغلې.”

د افغانستان دولت پلاوی وایي چې له پامپیو سره یې په لیدنه کې د تاوتریخوالي له ډیریدو اندیښنه ښودلې او ویلي چې د طالب بندیانو خوشې کیدو سره سره؛ لا هم په افغانستان کې اوربند ندی شوی.

د طالبانو پلاوي هم ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره یې په لیدنه کې د دوحې د هوکړه لیک په عملي کیدو ټینګار کړی دی.

خو له دوحې څخه باوري سرچینې وایي چې دې ښار ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سفر سره هم مهاله، د اړیکې ډلو د خبرو په کړنچارې هوکړه کړې او اړتیا ده چې د دواړو لوریو پلاوي یې په ټولیزه ناسته کې تایید کړي.

د سولې د ولسي ټولنې مشر، سیداکبر اغا وویل: “فکر کوم هغه ستونزې چې قطر کې وې، حل شوي او اوس بین الافغاني مذاکرات چې اصلي خبرې دي، پیلیږي.”

د افغانانو ترمنځ د خبرو له پیله دوه نیمې میاشتې تیریږي؛ خو لا هم دا بهیر په سمه توګه ندی په لار شوی. دا بهیر له داسې کړکیچ سره مخامخ شو چې حتې یو شمیر خلک یې په دې تړاو بې باوره کړل.

اوس تمه کیږي چې د مایک پامپیو سفر وکولای شي په دې بهیر کې خوځښت راولي او په هیواد کې د ناکراریو د کړکیچ د پایته رسیدو لپاره هیلې رښتینې کړي.