1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د افغانانو ترمنځ د خبرو له ماتې د شنونکو هیښتیا

آغاز-مذاکرات-میان-افغان-ها
15 Nov 2020

په داسې حال کې چې د دوحې په روانو خبرو کې کړکیچ دوام لري، یو شمیر شنونکي د سولې د خبرو له ماتې هیښتیا ورکوي.

 

په دوحه کې د افغانانو ترمنځ د خبرو له پیله له دوو میاشتو ډيره موده تیریږي، خو له هغه مهاله تراوسه، د دولت او طالبانو پلاوي تراوسه ندي توانیدلي چې د خبرو کړنچاره وروستۍ کړي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړه لیک بنسټ بلل په خبرو کې د کړکیچ اصلي لامل بلل شوی؛ خو شنونکي د لانجو اصلي جرړه، د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې بولي.

د سیاسي چارو شنونکي، رحمت الله بیژنپور آرزو ټلویزیون ته وویل چې دا بهیر له پیله بریالی نه وو.

هغه وویل: په رښتیا چې دې بهیر بریالی پیل نه درلود، یوه طبیعي ماته وه- هغه څه چې ډیر لومړیتوب لري، د ستونزې د هواري پر سر د منطق مسئله ده. د افغانستان دولت او طالبانو منطق یو بل ته د قناعت وړ ندی.

د یو شمیر شنونکو په باور، دا اختلافونه به تر میاشتو وغځیږي او له اوسني کړکیچه د ماتې ډیر اټکل تر سترګو کیږي.

په وروستیو ورځو کې د دوحې د خبرو د بې پایلې پاتې کیدو پر سر نیوکې ډیرې شوي او حتې په کابل کې په یو شمیر سیاسي ناستو کې، له دې ښاره د افغانستان دولت د پلاوي د ستنیدو غوښتنې هم اوریدل شوې دي.

د افغانستان د اساس نو ګوند مشر، احمد الله علي زی له آرزو ټلویزیون سره په مرکه کې د سولې په خبرو کې اوسنی کړکیچ جدي وباله او له امریکا یې وغوښتل چې د دې بهیر د پایلې ترلاسه کیدو لپاره فشار وروړي.

ځینې باورونه دا دي چې تر هغه چې په امریکا کې د واک لیږد ونشي، د فغانستان قصه دې هیواد ته هیره شوې ده.

سیاسي فعال، نجیب الله آزاد په دې تړاو وویل: هغه بحث چې په دوحه کې روان دی، په سوله کې د سیاسي واک بحث دی. ډیره مطالعه په کار ده، د دې ترڅنګ حکومت باید ژورې تګلارې ولري.

د دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو له پيله، په هیواد کې د تاوتریخوالو کچه ډيره شوې ده او د مقناطیسی ماینونو چاودنو او پیچلیو بریدونو چې له ناڅرګند لوري کیږي، د ناکراریو د کړکیچ اړوند یې نوې ویره زیږولې ده.