1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د افغانانو ترمنځ د خبرو له پيله د ایران هرکلی

119667634_3299978466726777_2002690914424885757_o-1536x806
16 Sep 2020

ایران د افغانانو ترمنځ خبرو اترو له پیل څخه هرکلی او ملاتر کوي.

د هیواد د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف له خپل ایراني سیال سره په ټیلفوني اړیکه کې ویلي چې تهران د سولې د بهیر بریا لپاره د افغانستان له دولت او خلکو سره له هیڅ راز هڅې او مرستې ډډه نه کوي.

دواړو لوریو د سولې خبرو ملاتړ لپاره د نړیوال او سیمه ییزو اجماع د ارزښت، د تاوتریخوالي کمولو او سمدستي اوربند، د سولې بهیر په بریا کې د سیمې او ګاوندیو هیوادونو د مرستو رول، په سیاسي، اقتصادي اوامنیتي  برخو کې دوه اړخیزې مرستې،  د دواړو هیوادونو ترمنځ د استراتیژکي مرستو د سند وروستي کیدلو، د هرات- خواف وسپنې لیکې پروژې او نور اړوندو مسلو په اړه هم بحث وکړ.

د هیواد د بهرنیو چارو وزارت واکپال حنیف اتمر د سولې په بهیر کې د ګاوندیو هیوادونو په ځانګړي توګه د ایران رول پر سر ټینګار سره ویلي چې د خبرو اترو بریا لپاره سمدستي اوربند او د تاویخوالي کمښت اړین دی.