1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د افغانانو ترمنځ د خبرو له پیله د ۱۱ رسنیزو کارکوونکو او بشري حقونو فعالانو ترور

1000x563_cmsv2_ca19845d-f602-51ae-8bb4-17d73937e48d-5273802
15 Feb 2021

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د استازولۍ دفتر (یوناما)، به یوه نوي ګزارش کې ویلي چې دې وژنو، د ټولنې په روحیې منفي اغیزه کړې او یو شمیر ډیر رسنیز کارکوونکو او مطرح شخصیتونو، سانسور، دندې پرېښودو او له هیواده تیښتې ته مخه کړې ده.

 

یوناما په دې ګزارش کې چې نن (دوه نۍ، سلواغې۲۷)، خپور کړ، ویلي چې د ۲۰۲۰ کال په سپتامبر میاشت کې د افغانستان د سولې د خبرو د پیل وروسته، په افغانستان کې د ډیر شمیر رسنیزو کارکوونکو او بشري حقونو د مدافعینو د وژل کیدو شاهد پاتی شوی دی.

به دې ګزارش کې، د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ تر ۳۱ نیټې اطلاعات او د وژنو اړوند د بهیر شننه شوې چې په هغه کې لږ تر لږه ۶۵ تنه چې ۳۲ بشري حقونو فعالان او ۳۳ رسنیز کارکوونکي شامل دي، وژل شوي.

یوناما ویلي چې د دې وزنو په لړ کې، “د بشري حقونو او رسنیزو چارو فضا بدلون موندلی، ډیر شمیر مسلکي کسانو په خپلو کاروونکو کې سانسور کړی، خپله دنده یې پریښې او د یو شمیر مطرحو شخصیتونو په ګډون ډیر شمیر له هیواده تښتیدلي دي.”

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د استازولۍ پلاوي ټینګار کړی چې “دې وژنو په ټولنه پراخه اغیزه لرلې او د سولې د هڅو په تړاو یې تمې لږې کړې دي.”

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړې استازې، ډیبرا لاینز په دې ګزارش کې ویلي: “د افغانستان خلک هغې هوسا مدني فضا، هغې ټولنې ته چې په هغه کې خلک وکولای شي فکر وکړي، ولیکي او خپلې څرګندونې له ویرې پرته آزاده توګه بیان کړي، اړتیا لري او وړ یې دي.”

هغې زیاته کړې: “په داسې مهال چې خبرې او د خبرو او سیاسي هوکړې له لارې جګړې ته پای ورکول په منځټکي کې راشي، د بشري حقونو د مدافعینو او رسنیزو فعالانو غږ چې له هر مهاله ډیر باید واوریدل شي، خو پر وړاندې هغوی ټپیږي.”

یوناما که څه هم ویلي چې د بشري حقونو د فعالانو او رسنیزو فعالانو پر وړاندې بریدونه نوي ندي، خو ټینګار یې کړی چې د وژنې په بڼه کې بدلون راغلی دی.

په دې ګزارش کې راغلي چې “وروستۍ څپه، عمدي موخه ګرځول، پلان شوي او د کسانو مخکیني هوډ سره چې عاملین یې ناشناسه پاتي دي، د تیر کال په تضاد کې دي.”

دې بنسټ له ټولو لوریو غوښتي چې له داشان وژنو ډډه وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان استازولۍ ویلي: “ټول اړخونه د داشان وژنو په مخنیوي او همداراز د ځواب وینې ډیروالي او د نه سزا ورکولو د مخنیوي په برخه کې مهمه ونډه لري. د وژنو په تړاو څیړنې باید خپلواکې، بې پرې، چټکې، کره، باوري او رڼې اوسي.”

یوناما همداراز حکومت ته وړاندیځ کړی چې د بشري حقونو د مدافعینو، خبریالانو او رسنیو کارکوونکو د ځان ساتنې لپاره ځانګړې امنیتي تابیاوې ونیسي.

دې بنسټ همداراز له سزا د بښنې له دود سره په مبارزې، د ځواب وینې رواجولو، د بشري حقونو د مدافعینو او رسنیزو کارکوونکو د وژنو دریدل، د هغو دوسیو څیړنه چې طالبان په کې تورن دي او د هغو برنامو جوړول چې موخه ییزو وژنو مخنیوی وکړي، ټینګار کړی دی.