1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د افغانانو ترمنځ د خبرو په ژر پیل د روسیې ټینګار

lavrov zarif
17 Jun 2020

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وایي چې په افغانستان کې د سولې ټینګښت د افغانانو ترمنځ خبرو سره تړلی دی.

 

د ایران او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو، د تیرې ورځې په لیدنه کې (درې نۍ، غبرګولي۲۷/جون۱۶)، په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو په څرنګوالي او په ځانګړې توګه د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو اړوند خبرې کړې دي.

سرګیې لاوروف او جواد ظریف د دوه اړخیزې ناستې وروسته په یوې خبري ناسته کې ویلي چې د افغانستان د کړکیچ پای، د ترهګرۍ او نشه یي توکو د قاچاق پر وړاندې مبارزه، د دوی د خبرو اساسي منځټکي وو.

په دې ناسته کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګیې لاوروف وویل: مونو له خپلو ایراني ملګرو سره، د ملي روغې جوړې د ژر تر ژره پیلیدو او د افغانستان د سولې بیا ټینګیدو او همداراز د ترهګرۍ او نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغانستان د ستونزو د هواري اړوند د تګلارو همغږۍ ته دوام ورکوو.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم وویل چې د افغانستان حالت او د دې هیواد د سولې د بهیر د بریالیتوب څرنګوالي اړوند یې له خپل روسي سیال سره خبرې کړې دي.

له دې سره، د طالبانو د واکمنۍ پرمهال یو مخکیني چارواکي آرزو ته ویلي چې د افغانانو ترمنځ د خبرو پيل، د حکومت او طالبانو د بندیانو د خوشې کیدو د بهیر پایته رسیدو سره تړلی دي.

د طالبانو د واکمنۍ پرمهال لوی څارنوال، جلال الدین شینواري په دې اړه وویل، لا هم د طالبانو دوه زره بندیان له بنده ندي خوشې شوي او د حکومت سلګونه بندیان هم له طالبانو سره دي.

مخکې له دې حکومت اعلان کړی وو چې د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل لپاره د طالبانو پاتې بندیان هم له بنده خوشې کوي او له بلې خوا حکومت د دې پخلی هم کړی چې د دې خبرو لومړنی پړاو به د قطر په دوحه کې ترسره شي.