1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د افغانانو ترمنځ د سمدستي خبرو پیل اړوند د زلمي خلیل زاد ټینګار

Khalilzad-1
19 Aug 2020

زلمي خلیلزاد یو ځل بیا د افغانانو ترمنځ د خبرو د سمدستي پیل باندې ټینګار وکړ.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د هیواد د خپلواکۍ د بیا لاسته راوړلو په مناسبت په څو نویو ټویټونو کې وویل چې هڅې د ډیرو ننګونو سره سره یوه هیله مند پړاو ته رسیدلي دي.

ښاغلی خلیل زاد ټینګار کوي چې اوس مهال په افغانستان کې د سولې لپاره یو مهم او تاریخي ګام اخیستل شوی او د ټولو ډلو مشران له تیرو غلطیو څخه د زده کړې سره باید خپل هیواد ته لومړیتوب ورکړي او ژر تر ژره یوې سیاسي هوکړې ته ورسیږي.

تمه وه د لویې جرګې له پریکړې درې ورځې وروسته د افغانانو تر منځ د سولې خبرې پیل شي خو د لویې جرګې څخه له یوې اوونۍ وروسته لاهم د افغانانو ترمنځ د خبرو کره نیټه نه ده معلومه.