| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
د افغانانو تر منځ خبرو له پیله د حامدکرزي هرکلی
13 Sep 2020
د هیواد مخکېني ولسمشرحامدکرزي د افغانانو ترمنځ خبرو له پیله هرکلی کړی دی.
ښاغلي کرزي ویلي دي چې په دوحه کې مرکچي ډلې دې اسلامي او ملي پازو په درک سره یوې تلپاتې سولې ټینګښت لپاره ژر تر ژره یوې هوکړې ته ورسیږي.
د هیواد مخکېني ولسمشر همدا راز ټینګار کړی دی چې په دې حساس پړاو کې د ټولو اصلي لومړیتوب د سولې او امنیت ټینګښت دی چې په پایله کي یې د بهرنیو د لاس وهنې مخنیوی کیږي.
له بلې خوا مسکو هیله مندي ښودلې ده چې د افغانانو ترمنځ خبرو له پیل سره، په افغانستان کې ژر تر ژره اوربند اعلان شي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیرکابلوف له آرزو سره په مرکه کې وايي چې د افغانانو ترمنځ خبرو پیل په دې هیواد کې څو کلنې جګړې پای لپاره ښه حل لاره ده.
ښاغلی کابلوف وايي چې که څه هم خبرې اترې به آسانه نه وي خو هیله مندي ښيي چې د خبرو اترو دواړه لوري به یوې هوکړې ته لاس رسی وموندي تر څو پر بنسټ یې اوربند اعلان شي.
