| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
د افغانستان، ترکیې او ایران د درې اړخیزې ناستې پای؛ سیاسي هوکړه د افغانستان د مسئلې د هواري یوازینۍ لار
20 Jun 2021
د افغانستان، ترکیې او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته، له سیاسي لارې د تاوتریخوالي په پایته رسیدو او د سولې د بهیر د بریالیتوب لپاره د هیوادونو د رغنده ونډې پر سر د درییو هیوادونو په ټینګار سره پایته ورسیده.
د افغانستان، ترکیې او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخیزه ناسته، نن (یوه نۍ، غبرګولي دیرشمه)، د ترکیې په کوربه توب ترسره شوه.
د درییو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د دې ناستې په پای کې، د یوې ګډې اعلانپاڼې په خپرولو سره د یوه ځواکمن، خپلواک او ولسواک افغانستان څخه په ملاتړ ټینګار وکړ.
درییو هیوادونو په افغانستان کې د تاوتریخوالو لوړه کچه خواشينونکې وبلله او په هیواد کې یې د سولې ټینګښت یوازې د سیاسي هوکړې له لارې شونې وبلله.
د درییو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران همدا شان د ترکیې، قطر او ملګرو ملتونو سازمان په کوربه توب د افغانستان د سولې اړوند د استانبول د ناستې ترسره کیدو لپاره د هڅو د دوام غوښتنه وکړه، او له طالبانو یې هم وغوښتل ترڅو پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
له بلې خوا، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، محمدحنیف اتمر تیره ورځ د آنتالیا د ډیپلوماسۍ مجمعې په ناسته کې ویلي چې د افغانستان حکومت کولای شي له طالبانو سره سوله وکړي، خو دا ډله باید د خلکو وژنه او له نړیوالو ترهګرو سره اړیکې ودروي.
ښاغلي اتمر زیاته کړې: “مونږ له درې ډوله ترهګرۍ سره مخامخ یو، هغه کسان چې په افغانستان کې دي، هغه کسان چې په افغانستان کې جګړه کوي او له سیمې راځي، درییمه کټګوري هم نړیوالې ترهګرۍ پورې اړه لري؛ لکه القاعده او داعش.”
د هیواد د بهرنیو چارو وزیر، له القاعدې او داعش سره هوکړه ناشونې بولي او د دې ډلو پر وړاندې پر ګډې مبارزې ټینګار کوي.
هغه یاده کړه: ” مونږ مونږ نشو کولای له القاعده، داعش او نورو ډلو سره چې افغانان ندي، سوله وکړو. هیڅ سیاسي لامل نشته چې له هغو سره کار وکړو، زمونږ یوازینۍ موخه دا ده چې هغوی زمونږ له هیواده بهر شي او خپلو سیاسي موخو ته د رسیدو لپاره زمونږ په هیواد کې جګړه ونکړي.”
له دې سره د ایران د بهرنیو چارو وزیر، محمد جواد ظریف ویلي چې تهران له ترهګرۍ سره مبارزې لپاره د افغانستان تر څنګ پاتې کیږي.
ښاغلي ظریف یادونه کړې: “مونږ د داعش او ترهګرۍ د ماتولو لپاره د افغانستان د خلکو ترڅنګ دریږو. مونږ د افراط پالنې پر وړاندې د خلکو ترڅنګ ولاړ وو، که هغه سوریه، افغانستان یا هرځای وي. مونږ دې لارې ته دوام ورکوو او ترې پښيمانه نه یوو.”
د سیمې هیوادونه په داسې حال کې په افغانستان کې د له سیاسي لارې د جګړې پر پای ټینګار لري چې له افغانستان څخه د امریکايي پوځيانو د وتلو د لړۍ له پيل وروسته، د هیواد په بیلابیلو برخو کې طالبانو خپل خوځښتونه ډير کړي دي. که څه هم تمه ده د بشپړو امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر تر درییو میاشتو لږه موده کې پای ته ورسیږي؛ خو د هرې ورځې په تیریدو سره د دې بهیر د پایلو اړوند اندیښنې په ډیریدو دي.
له بلې خوا، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، محمدحنیف اتمر تیره ورځ د آنتالیا د ډیپلوماسۍ مجمعې په ناسته کې ویلي چې د افغانستان حکومت کولای شي له طالبانو سره سوله وکړي، خو دا ډله باید د خلکو وژنه او له نړیوالو ترهګرو سره اړیکې ودروي.