1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د افغانستان، پاکستان او ترکیې درې اړخیزه ناسته؛ حنیف اتمر استانبول ته ولاړ

176752037_3899494976775120_4721177333330042773_n
22 Apr 2021

د هیواد د بهرنیو چارو وزیر، محمدحنیف اتمر د افغانستان، ترکیې او پاکستان په درې اړخیزه ناسته کې د ګډون په موخه، نن (پنځنۍ، غوایي دویمه)، استانبول ته ولاړ.

 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې تمه ده د درییو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران سبا په یوې ناسته کې، د سولې د بهیر د بریالیتوب، د افغانانو ترمنځ د خبرو د بیا پیل، د سولې په ملاتړ د سیمه ییزې ټلوالې په پیاوړتیا او په درې اړخیزو اړیکو خبرې وکړي.

د دې وزارت په اعلانپاڼه کې همداراز راغلي چې د دې ناستې په څنډه کې به، ښاغلی اتمر د سیاسي، امنیتي او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په موخه دوه اړخیزې لیدنې هم ولري.