1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ پوله د تګ را تګ لپاره خلاصه شوه

پل-دوستی-اوزبیکستان
18 Oct 2020

د نږدې اتو میاشتو وروسته، د اوزبیکستان او افغانستان ترمنځ پوله، د تګ را تګ لپاره خلاصه شوه.

 

د بلخ د والي ویاند، منیراحمد فرهاد، آرزو ټلویزیون ته وویل چې له دوو ورځو راپدیخوا د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د دوستۍ پل له ځانګړو روغتیايي تابیاوو سره د افغانانو پر مخ پرانیستل شو.

د بلخ د والي ویاند ټینګار وکړ، هغه کسان چې اوزبیکستان ته د سفر هوډ لري، د پولې هغې غاړې ته ترې د کرونا ازمیښت اخیستل کیږي.

د اوزبیکستان او افغانستان ترمنځ دا لار د کرونا ویروس د خپریدو وروسته وتړل شوه او یواځې سوداګریز توکي ترې وړل راوړل کیدل.