دا درې ورځینی نندارتون د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د سوداګریو د پراختیا او ودې په موخه د دوه نۍ په ورځّ (مرغومې۲۲)، په کابل کې جوړ شو.
د افغانستان د سوداګرو د ټولنې مشر، عبدالهادي فرهنګ د دې نندارتون جوړیدل د دواړو هیوادونو د دوستانه اړیکو د ښه والي په برخه کې اغیزمن وبالل.
په دې نندارتون کې د لاسي رغاوو، تولیدي، کرنې او مالدارۍ، بانکوالۍ، خوراکي توکو، غالیو او یو شمیر پیداوارو او د دواړو هیوادونو د سوداګریزو توکو ۱۸۰ غرفې ایښودل شوي چې افغان ښځینه صنعتګرې هم په کې ګډون لري.
د اوزبیکستان د صادروونکو د ټولنې مرستیال، مالکوف یارقین هم وویل چې په افغانستان کې د دې نندارتون د جوړیدو موخه دا ده چې زمونږ په ګډه بوله کې هیڅ ستونزه شتون نلري او اقتصادي-سوداګریزې اړیکې هم د پراخیدو په حال کې دي.
د اوزبیکستان د صادروونکو ټولنه، افغانستان په سیمه کې د پانګونې لپاره تر ټولو ښه هیواد بولي او د دواړو هیوادونو خصوصي سکټور هم د کابل-تاشکنت ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر ډیریدو ټینګار لري.
د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې مشر، سخي احمد پیمان ویلي چې کورنۍ عوامل د دې لامل شوي چې په افغانستان کې اقتصادي څرخ ټکنی شي.
له بې خوا د صنعت او سوداګرۍ او همداراز کرنې او مالدارۍ وزارتونه په دې برخه کې د شته وو ستونزو د هواري او په هیواد کې دننه او بهر د توکو لپاره د بازارموندنې په موخه د هڅو خبر کوي.
که څه هم افغان سوداګر د ناکراریو ډیروالی، پراخ فساد او پیچلی مالیاتي بهیر په هیواد کې د پانګونې پر وړاندې خنډونه یادوي، خو حکومت د سوداګرو پر وړاندې د ستونزو د هواري خبر ورکړی.