1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ پوله کې ۲۰ زره ځواکونو ځای پر ځای کیدل

14277230_671
06 Jul 2021

په هیواد په تیره بیا شمال کې د نا کراریو له ډیریدو وروسته، تمه ده تاجیکستان ۲۰ زره ځواکونه د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ پوله کې ځای پر ځای کړي.

د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان د دې هیواد د امنیت شورا په ناسته کې، د افغانستان امنیتي حالت د اندیښنې وړ بللی او د خپل هیواد د پولو د امنیت ټینګښت لپاره یې پر تابیاو ټینګار کړی دی.

ښاغلي رحمان همدا شان د یوشمیر هیوادونو په تیره بیا روسیې او اوزبیکستان له مشرانو سره هم د افغانستان سیاسي او امنیتي حالت په اړه ټلفني خبرې اترې کړې دي.