ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې خبرپاڼه کې د ولسمشرمحمداشرف غني او امام علي رحمان له ټلفوني خبرو خبر ورکړ.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ؛ “ د دواړو هیوادونو مشرانو د دوه اړخیزو اړیکو په تیره بیا د سوداګرۍ،ترانزیت، او همدا راز د سیمه ییزو همکاریو په لا پیاوړتیا او آمو سیند د سواحلو پر اوږدوالي خبرې کړې دي.”
ولسشمرغني ویلي دي چې د دواړو هیوادونو تر منځ پوله د دوستۍ او پرمختګ په ټکي بدلیږي او د دوو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د دوستۍ او همکاریو ښه بیلګه به وي.
له بلې خوا د تاجیکستان ولسمشر د افغانستان د حکومت په مشرۍ د سولې له بهیر څخه ملاتړ اعلان کړ او ډاډ یې وکړی چې تاجیکستان به په سیمه ییزو او نړیوالو ناستو کې د افغانستان تر څنګ وي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان د دوه اړخیزو او څو اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او همکاریو پراختیا لپاره ولسمشرغني ته بلنه روکړې ترڅو تاجیکستان ته سفر وکړي او ولسمشرغني هم دا بلنه منلې او امام علي رحمان ته یې بلنه ورکړې ترڅو افغانستان ته سفر وکړي.
دواړو لوریو همدا راز هوکړه کړې چې د دواړو هیوادونو پلاوی د دواړو هیوادونو سیاسي سکالو،اقتصادي، امنیتي په تیره بیا له ترهګرۍ او نشه یي توکو سره مبارزې په برخه کې همکاریو په اړه هم بحث وکړي.