د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې له افغانستان څخه د روسیې او متحدینو پر وړاندې د ګواښ په صورت کې، مسکو له افغانستان سره د تاجیکستان په پوله کې د خپلې پوځي اډې له وړتیاوو ګټنه کوي.
په افغانستان او په تیره بیا په شمال کې د جګړو ډیریدو په لړ کې، اوس روسیه د ګواښونو په صورت کې له افغانستان سره د تاجیکستان په پوله کې د خپلې پوځي اډې د ګټنې هیښتیا ورکوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګیې لاوروف وویل چې ولادیمیر پوټین د تاجیکستان او اوزبیکستان له مشرانو سره په دې تړاو خبرې کړي او مسکو له نږدې د افغانستان حالت څاري.
هغه زیاته کړه: “د ټولیز امنیت د سازمان په څوکاټ کې زمونږ ژمنې په خپل قوت پرځای دي. د دې سازمان استازو د تاجیکستان او افغانستان له پولې لیدنه وکړه. هغوی به حالت وارزوي او دایمي شورا ته به ګزارش ورکړي.”
لاوروف همداراز وویل: “مونږ د خپلو متحدینو پر وړاندې د ګواښونو او یرغلیزو خطرونو د مخنیوي لپاره هر کار کوو. له افغانستان سره د تاجیکستان په پوله کې د روسیې د پوځي اډې د وړتیاوو د ګټنې په ګډون.”
د روسیې د ډیپلوماسۍ دستګاه مشر، له افغانستان څخه د ناټو او امریکایي ځواکونو وتل په بیړې بولي او دا ګام د افغانستان د حالت د خرابیدو لامل یادوي.
هغه وویل: “له افغانستان څخه د امریکايي او ناټو ځواکونو عجولانه شاتګ سره، حالت د خرابیدو په حال کی دی. هغوی په دې هیواد کې د خپلو لسیزو حضور سره، ونه توانیدل چې ټیکاو لرونکی حالت ټینګ کړي.”
په وروستیو ورځو کې، د منځنۍ آسیا د هیوادونو له لورې د افغانستان په شمال او شمال ختیځ کې د نښتو د ډیریدو له کبله اندیښنې مطرح شوې دي.
له دې سره، په دې وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم له طالبانو غوښتي چې روان تاوتریخوالی پایته ورسوي او سیاسي حل لارې ته غاړه کیږدي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ند پرایس ټینګار کړی چې نړۍ له پوځي لارې په افغانستان کې د حکومت تپل نه مني.
هغه وویل: “مونږ اوسنیو تاوتریخوالو ته د پای ټکي ایښودو غوښتونکي یو چې ډیرۍ په پراخه کچه د طالبانو له لورې کیږي. د خبرو له لارې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ سیاسي حل لاره، د ۴۰ کلنې جګړې د پایته رسیدو او دې هیواد ته د سولې راوستلو یوازینۍ ټاکنه ده. له ټولو لوریو غواړو چې په خبرو کې ښکیل شي او د سیاسي لارې یوه نقشه جوړه کړي چې د سیاسي، پایښت لرونکې او تلپاتې حل لارې لامل وګرځي.”
د افغانستان په بیلابیلو سیمو او په ځانګړې توګه په شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې جګړې، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د رسمي پیل وروسته ډیرې شوې. اوس چې امریکایي او ناټو ځواکونو په افغانستان کې خپلې پوځي اډې پریښې دي، په هیواد کې دننه او بهر غوښتنې دا دي چې د طالبانو له لورې دې جګړې ودریږي او دا ډله دې خبرو ته غاړه کیږدي.