د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو، د آقینې-اندخوی اوسپنیزې کرښې، ترکمنستان-شبرغان بریښنا او نوري فایبر پروژې پرانیستلې.
ولسمشر محمد اشرف غني او د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بیردي محمدوف نن سحار (پنځنۍ، مرغومې۲۵)، له لرې لارې دا پروژې پرانیستلې.
ښاغلي غني د اقینې-اندخوی اوسپنیزه کرښه او د دواړو هیوادونو ترمنځ نورې بنسټیزې پروژې د سیمه ییزې نښلیدنې په برخه کې مهم ګام وباله او ویې ویل: د ویاړ ځای دی چې افغانستان د یو سلو او څو کلونو وروسته، له منځنۍ آسیا هیوادونو سره خپلې لرغونې اړیکې بیا ټینګوي.
ولسمشر زیاته کړه چې د اوسپنیزې کرښې، نوري فایبر پروژې، د تاپ لیږد او هند او پاکستان هیوادونو ته د ګازو د لیږد او د فایبر آپتیک شبکې لویې برنامې چې سویلي آسیا د ځمکې له لارې له اروپا او نړۍ سره نښلوي، د افغانستان د خلکو د ژوند د شرایطو د ښه کیدو او د سیمې د هیوادونو د حالت د رغیدو لامل به وګرځي.
هغه زیاته کړه چې له سویلي، ختیځ او لویدیځې آسیا سره د مرکزي آسیا د نښلیدو د څلورلارې په توګه د افغانستان د موقعیت ارزښت، د سیمه ییزې نښلیدنې لپاره خوب نه، بلکې یو نه انکاریدونکی واقعیت دی.
ښاغلي غني همداراز د سیمه ییزې نښلیدنې برنامو د پلي کیدو په برخه کې د ترکمنستان د همکاریو ستاینه وکړه.
د ترکمنستان ولسمشر، قربان قلي بردي محمدوف هم په خپلې وینا کې وویل چې د دې پروژو پرانیسته به د افغانستان د اقتصاد او صنعت لپاره پیاوړی ملاتړ دی.
هغه زیاته کړه چې دا پروژې به ځان بسیاینې ته د افغانستان د خلکو باور ډیر کړي او ترکمنستان له افغانستان سره په اقتصادي او سیاسي برخو کې خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.
د ترکمنستان ولسمشر زیاته کړه چې دا پروژې د روښانه تګلاریزو موخو پر بنسټ او د دواړو هیوادونو ترمنځ د رښتینې دوستۍ د پیاوړتیا لپاره دي.
د یادونې ده؛ د آقینې-اندخوی اوسبنیزه کرشه له ۳۰ کیلومترو ډیر اوږدوالی لري. د جوړیدو هوکړه لیک یې یو کال مخکې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ لاسلیک شو.