1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د افغانستان او هند ترمنځ د شاه توت بند د جوړیدو تړون لاسلیک شو

شاه-توت-1
09 Feb 2021

ولسمشر غني وایي چې په شاه توت بند کې د اوبو ځیرمه کیدل به په کابل کې د بیا سمسورتیا لامل وګرځي؛ ناندرا مودي ټینګار کوي چې د دې بند جوړیدل د دواړو هیوادونو د ملګرتیا بنسټ پیاوړی کوي.

 

د افغانستان او هند دولتونو نن درې نۍ (سلواغې۲۱)، په یوې پرلیکه ناسته کې، د کابل د شاه توت بند د جوړولو تړون لاسلیک کړ.

ولسمشر غني د دې بند د جوړیدو لپاره د هند د همکارۍ ستاینې ترڅنګ، د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو په لا پراختیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې د شاه توت بند به د کابل د ښکلا د بیا رغیدو لامل وګرځي.

ښاغلي غني زیاته کړه: “د شاه توت بند به لا ډیرې اوبو کابل سیند ته تزریق کړي چې دا ولایت یو ځل بیا د سمسورتیا، ځنګلو بیارغیدو، د تفریح، هنر او صنایع لپاره په ځای بدل شي. د شاه توت اوبو ځیرمه کیدو سره به د کابل د طبیعي ښکلا د بیارغیدو توان ترلاسه کړو.”

 هغه په وینا، حکومت بنسټونو ته پاملرنې ته لومړیتوب ورکړی دی. هغه په دې ناسته کې، د کمال خان، شورابک، کجکي او شاه و عروس بندونو په جوړیدو هم ټینګار وکړ.

د هند لومړي وزیر، ناریندرا مودي هم په دې پرلیکه ناسته کې وویل چې د شاه توت بند جوړیدل به د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د لا ټینګیدو لامل وګرځي.

ښاغلي مودي یادونه وکړه: “د شاه توت بند چې نن یې هوکړه لیک لاسلیکوو، د هند او افغانستان د پیاوړې ملګرتیا پر بنسټ به جوړ شي. د کابل ښار د هند د خلکو په زړونو کې ځانګړی ځای لري.”

د شاه توت بند، د کابل په سویل-لویدیځ کې او د کابل چهارآسیاب ولسوالۍ په للندر تنګۍ سیمه کې موقعیت لري.

د اوبو د چارو د تنظیم د ادارې ویاند، نظام خپلواک وویل دا بند، د ۹۲متر مربع لوړوالي سره، د ۱۴۶ میلیون متر مکعبه اوبو د ځیرمه کولو وړتیا لري.

ښاغلي خپلواک زیاته کړه چې د دې پروژې بشپړیدو سره، څلور زره هکتاره کرنیزه ځمکه او ۲.۲ میلیونه وګړي به په کابل کې د څښاک له اووب برخه من شي.

د اوبو د چارو د تنظیم د ادارې د ویاند په وینا، د شاه توت بند د جوړیدو  کار چې ۲۳۶ میلیونه ډالره لګښت پرې راځي، تمه ده د شپږو کلونو په موده کې بشپړ شي.