1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د افغانستان اړوند د پاکستان د یوه مذهبي مشر څرګندونو غبرګون راوپاراوه

94037928-803F-41BA-8142-80392668C135_cx47_cy0_cw53_w1200_r1
07 Nov 2020

یو شمیر شنونکي وایي، د پاکستان ټول عالمان د دې هیواد د استخباراتو په واک کې دي او داشان څرګندونې، د آی اس آی په سپارښتنه کیږي.

 

د پاکستان مذهبي مشر، حامدالحق، د پنځنۍ په ورځ (لړم۱۵)، د پیښور په زبیریه مدرسه کې د افغانستان اړوند لانجمنې څرګندونې وکړې. هغه د خپلو خبرو په یوې برخه کې، طالبان د جګړې ګټونکي وبلل او د افغانستان له دولت څخه یې وغوښتل چې طالبانو ته تسلیم شي.

دا څرګندونې بیا د افغانستان دولت له غبرګون سره مخامخې شوې.

د حج او اوقافو وزارت په یوې خبرپاڼه کې، د هغه خبرې غندلي او د پاکستان اسلامي افکارو له شورا څخه یې غوښتي چې د دې خبرو اړوند خپل دریځ روښانه کړي.

حامدالحق د مولانا سمیع الحق ځوی دی. د هغه پلار د حقانیه مدرسې رییس او د دې هیواد د اسلامي عالمانو د جمعیت ګوند مشر وو. سمیع الحق په افغانستان کې د طالبانو د معنوي پلار په نوم پيژندل کیده.

په همدې حال کې، یو شمیر شنونکي په دې باور دي چې دا څرګندونې د پاکستان د استخباراتي سازمان له لیدلوري سرچینه اخلي.

پوځي شنونکي، عتیق الله امرخیل آرزو ټلویزیون ته وویل: دا د هغه (حامدالحق) خبرې ندي، بلکه د پاکستان د آی اس آی خبرې دي. مونږ تل د پاکستان له پلوه تاوان لیدلی. د طالبانو ترمنځ د پاکستان خلک دي او دا چې د سولې خبرې نه کیږي، د دې تر شا د پاکستان لاس دی.

که څه هم پاکستان په وروستیو څو میاشتو کې، پر له پسې ادعاوې کړي چې د افغانستان پر وړاندې یې سیاست کې بدلون راغلی او د افغانستان جګړې د پایته رسیدو غوښتونکی دی؛ خو یو شمیر شنونکي لا هم باور لري چې پاسکتان همداراز د افغانستان پر وړاندې دوه ګونی چلند کوي.

د سیاسي چارو شنونکي سید علي رضا محمودي په دې تړاو وویل: داشان ځرګندونې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان دوه ګوني لیدلوري ښکارنده دي او داشان بهیرونه د پاکستان د نظر او ملاتړ پرته څه نشي ویلای.

پاکستان تل په افغانستان کې د جګړې د دوام اصلي عامل بلل شوی؛خو دې هیواد ته د ملي روغې جوړې د لویې شورا د مشر د وروستي سفر په لړ کې، پاکستاني چارواکو د هغه تود هرکلی وکړ او د افغانستان پر وړاندې یې د اسلام آباد د لیدلوري د بدلون د ښودلو هڅه یې وکړه.

د دې سفر په لړ کې، د پاکستان په چارو کې د افغانستان د ولسمشر ځانګړي استازي محمد عمر داوودزي د دې هیواد د صادقانه نیت خبر وکړه؛ خو لا هم د افغانستان په کورنیو چارو کې د دې هیواد د لاسوهنو اړوند شک او انګیرنې شتون لري.