د افغانستان اړوند دري دیرش تاریخي او لرغوني اثرونه چې په امریکا کې له قاچاق کوونکو څخه ضبط شوي دي، نن (پنځنۍ، غویي نهمه)، د افغانستان دولت چارواکو ته وسپارل شول.
د ملي موزیم مشر، فهیم رحیمي نن په یوې خبري ناسته کې وویل چې دا آثار ډیرۍ فودایي فرهنګ پورې تړاو لري چې په ۲۰۱۲ کال کې په یو لړ عملیاتو کې په امریکا کې د هنري اثرونو له یوه دلال څخه ترلاسه شوي دي.
د هغه په وینا، په تیرو شلو کلونو کې نږدې لس زره او ۵۰۰ تاریخي اثرونه له بیلابیلو هیوادونو افغانستان ته راوړل شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت د فرهنګي چارو مشر، توریالي غیاثي هم په دې ناسته کې وویل چې تمه ده د جګړو پرمهال د هیواد له ملي موزیم څخه یو لوی قاچاق شوی اثر، په نږدې راتلونکي کې له مالیزیا څخه کابل ته ولیږدول شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت واکپال، طاهر زهیر هم په دې ناسته کې وویل چې د جګړو دوام د دی لامل شوی چې په هیواد کې له پنځو زرو ډير لرغوني ځایونه د لمنځه تلو له ګواښ سره مخامخ شي.
ښاغلي زهیر د دې لرغونو ځایونو د بیارغاونې لپاره د څو خبر ورکړ. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت واکپال وویل چې دا بنسټ هڅه کوي چې په نږدې راتلونکي کې د مولانا د پلار خانقاه د جوړولو کار هم پیل کړي.
له دې ټولو سره، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خلکو غواړي چې د تاریخي آثارو د قاچاق کوونکو مخنیوی وکړي او په دې برخه کې له حکومت سره همکاره اوسي.