1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د افغانستان دسولې بهیر اړوند د زلمي خلیل زاد د سفر تازه پړاوو پیل

47681494_303
22 Oct 2019

 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د افغانستان دسولې په تړاوو د خپلو سفرونو تازه پړاوو پیل کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې ښاغلي خلیل زاد د تلې /میزان په ۲۸ مه اکټوبر ۲۰)بروکسل،پاریس او مسکو ته خپل سفر پیل کړی دی.

ښاغلی خلیل زاد بروکسل ته په خپل سفر کې د اروپایې ټولنې،ناټو او ملګرو ملتونو سازمان له استازو سره د افغانستان د سولې خبرو اترو چټکوالې په برخه کې د هڅو لپاره لیدنه او خبرې اترې کوي.

د دې خبرپاڼې پر بنسټ زلمي خلیل زاد په مسکو کې له روسیې او چینې چارواکو سره هم د افغانستان د جګړو پایته رسیدو څرنګوالي اړوند خبرې اترې وکړي.

مخکې له دې مسکو د چین،امریکا او پاکستان له استازو سره د افغانستان په اړه ناستې له ترسره کیدو خبر ورکړی وو.

زلمي خلیل زاد تر اوسه د طالبانو له استازو سره د افغانستان دسولې په اړه ۹ ځله لیدنه او خبرې اترې کړې دي.خو دا لیدنې او خبرې اترې د کابل په شش درک سیمه کې د یوې چاودنې له کبله چې د یوه امریکایې سرتیري او ۱۱ نورو کسانو د وژل کیدو لامل شو د امریکا د ولسمشر دونالدټرامپ له لوري ودریدې.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي