دناټوسترمنشي او دبریټانیا لومړۍ وزیرې د دوه نۍ په ورځ(دمی ۱۴ مه) دافغانستان دسولې بهیر تر څار لاندی ونیوه
ینس ستولتنبرگ او ټرزا مي، په لندن کې دخپلې لیدنې پرمهال د افغانستان دسولې د سکالوترڅنګ،له ترهګرۍ سره دمبارزې لپاره د سېمه ییزو ځواکونو پر روزنې هم ټينګار وکړ.
په دې لیدنه کې،دناټو ستر منشي ددې سازمان په څوکاټ کې په افغانستان کې د ایټالیا له پوځي حضور څخه مننه وکړه.
دناټوسترمنشي بریټانیا ته په خپل سفر کې د ناټو دمشرانو د راتلونکې ناستې ترسره کیدو اړوند ددې سازمان د چمتو والی په اړه هم خبرې اترې وکړې.
آرزو خبري سایټ – شمس الله رحيمي