1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د افغانستان دولت انس حقاني له بندخونې آزاد کړ

ACBD4DF4-709B-4434-B031-BE734143234C_cx0_cy21_cw0_w1023_r1_sdddd-1
12 Nov 2019

انس حقاني،حاجي مالي خان او عبدالرشیدعمري  د طالبانو د ډلې درې مخکښ قوماندانان په افغانستان کې د امریکایې پوهنتون د دو ښوونکو د خوشي کیدو په بدل کې چې د طالبانو په بندخونه کې دي د افغانستان د دولت له لوري خوشی شول.

د حکومت له لوري د انس حقاني خوشي کیدو اړوند پریکړه کې د بی باوریو سره سره،ولسمشر غني نن درې نۍ د (لړم/عقرب په ۲۱مه /نومبر۱۲مه) په یوې خبري ناسته کې راڅرګند شو او په دې ناسته کې یې هیواد والو ته په خطاب کې وویل سخته او مهمه پریکړه ورسره شریکوي.

ښاغلي غني د طالبانو له لوري د امریکایې پوهنتون د دو استادانو برمته کیدو ته په ګوتڅنډنې سره وویل،د حکومت او متحده ایالاتونو ګډو هڅو ونشو کړای د دې دو استادانو پټن ځای وموندي.

هغه زیاته کړه:د دې دو ښوونکو موندلو لپاره زمونږ ګډو هڅو پایله ور نه کړه او اطلاعات ښیې چې  د سړي تښتونکو ترهګرو تر څنګ د دوی روغتیایې حالت ښه نه دی.

ولسمشر غني همدا شان وویل د دې دو ښوونکو د خوشي کیدو او له طالبانو سره د حکومت مخامخ خبرو اترو پیل لپاره د زمینې برابریدو په موخه د دې ډلې درې مخکښ قوماندانان (انس حقانی، حاجی مالی خان و عبدالرشید عمری)  له بنده خوشي کوي.

ښاغلي غني په ډاګه کړه:په هیواد کې تلپاتې سولې ته د لاس رسي لپاره د افغانستان له نړیوالو شریکانو په ځانګړي توګه امریکا سره مو په سلا او مشورې پریکړه وکړه چې د طالبانو درې بندیان چې له بهرنیو هیوادونو زمونږ د نړیوالو ملګرو هیوادونو په ټولیزې همکارې سره نیول شوي او له څو مودې را په دې خوا په بګرام بندخونه کې د افغانستان د دولت تر څار لاندې وو،د یوه مخ آړ له مخې خوشي کوم.

د“ افغانستان امریکایې پوهنتون” دوه ښوونکي له درېو کالونو را په دې خوا د طالبانو په بند کې دي،دوی په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې له کابل څخه برمته شوي وو.

 

 

ښاغلي غني د تلپاتې او پتمنې سولې لپاره دا قرباني تریخه وبلله،خو ویې ویل،پر جمهوریت،د ښځو پر خپلواکۍ او وروستیو دو لسیزو پر سر به هیڅ معامله ونه کړي.

هغه له داسي کړنلارې خبر ورکړ چې د دې کسانو خوشي کیدل د جګړو د پیاوړتیا لامل نشي“د افغانستان له نړیوالو شریکانو په تیره بیا امریکا سره په سلا مشورې مونږ یو میکانیز او یوه کړنلاره تر لاس لاندې نیولې چې د دې درې کسانو مشروط خوشي کیدل د دښمن د لیکو د پیاوړتیا او د دوي د بریدونو د زیاتوالی په معنا نه وي.زمونږ او زمونږ د نړیوالو شریکانو تر منځ ګډې تابیاوې داسي دي چې دا سخته خو د درک وړ پریکړه هم زمونږ ځواک نندارې ته وړاندې کړي او هم زمونږ نیت چې د سولې غوښتونکي یو او د اعتماد جوړونې لپاره د مخامخو خبرو اترو د پيل او د دې بد مرغیو سوله ییز حل لپاره د سختو او جدي پریکړو تکل او توان هم لرو.

خو آیا د حکومت دا پریکړه سمه ده او آيا د سولې په بهیر کې به مرسته وکړي؟

د پوهنتون یو ښوونکي محمد اکرم عارفی د طالبانو د بندیانو په اړه وویل،که چیري د حکومت دا ګام سولې ته د افغانستان د نږدی کیدو لامل شي،هغه تري هرکلی کوي.

ښاغلي عارفي زیاته کړه:هر هغه ګام چې سولې ته په نږدی کیدو کې له مونږ سره مرسته وکړي او خوښ بینۍ پیاوړې کړي،مونږ اړ یو د سولې لپاره یې پورته کړو.سوله له تاوان له منلو پرته نا شونې ده.

هغه ټينګار وکړ دا اقدام د افغانستان د ټولنې لپاره د منلو وړ ده،خو که چیري د سولې د ټینګښت لامل شي.

د طالبانو د ډلې درې مخکښ قوماندانان چې خوشي کیږي،تمه ده د ژوند لپاره قطر ته واستول شي،او د امریکا له استازو سره د طالبانو د ډلې د مرکچي پلاوي په نوملړ کې د انس حقاني نوم هم شامل دی.

د ویلو ده چې اوس مهال نږدی ۱۱ زره کسان چې طالبانو پوری تړاوو لري د افغانستان د دولت په بندخونو کې اوسیږي.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي