د هیواد مخکینی ولسمشر هیښتیا ورکوي چې د هیواد حالت په چټکۍ سره د خرابیدو په لور روان دی او په داسي شرایطو کې باید ولسمشرغني لاس په کار شی او د اوضاع له خرابیدو دې مخنیوی وکړي.
مخکینی ولسمشر حامدکرزی نن د یوشمیر سیاسي څیرو او ځوانانو سره نن دوه نۍ(لیندۍ په ۴مه/نومبر۲۵مه) په یوې خبري ناسته کې راڅرګند شو او د بیان آزادۍ پر وړاندې محدودیتونو څخه يې اندیښنه وکړه.
ښاغلي کرزي پر یو شمیر کارپوهانو وروستیو بریدونو ته په ګوتڅنډنې سره وویل،داسي کسان موخه ګرځول کیږي چې د سولې په برخه کې هڅه کوي.
مخکیني ولسمشر د خپلو ویناوو په ترڅ له امنیتي ځواکونو وغوښتل چې خپله بی پلوي وساتي او پری نږدي له دوی څخه سیاسی او شخصي ګټه پورته شي.خو ښاغلی کرزی بیا له کوم کس څخه نوم نه اخلی.
د هغه په آند د هیواد حالت د خرابیدو په حال کې دی او ولسمشرغني یې باید د مدیریت لپاره لاس په کار شي.
“هغه زیاته کړه:جګړه خو زمونږ د حکومت پر مهال هم وه،خو خلک افغانستان ته راتلل،خو اوس ولي ځي؟… پر ډاکټرصیب غني او حکومت غږ کوم چې یو ځل بیا ځير شي او د هیواد پر حالت سوچ وکړي چې په چټکۍ سره د خرابیدو په لور روان دی.”
مخکیني ولسمشر ټينګار کړی دی چې د اوسني وضعیت ښه والي لپاره باید حکومت له خلکو سره همکار اوسئ او هغه په دې برخه کې همکاریو لپاره د ملي یوالي له حکومت سره مرستې ته چمتو دی.
هغه همدا شان سولې ته د لاس رسي لپاره د امریکا او طالبان د هڅو بیا پیل څخه هیله مندي وښوده.
مخکیني ولسمشر د بجینګ ناستې ته هم ګوتڅنډنه وکړه او ویې ویل چې حکومت هڅه کړې ترڅو په دې ناسته کې د ګډون کوونکو کسانو له نوملړ څخه د یوشمیر سیاسي څيرو نومونه بهر کړي. “ زما نوم د ګډون کوونکو کسانو په نوملړ کې وو،خو ولسمشرغني ورسره مخالفت وکړ،ما هم وویل که چیري زما حضور ته اړتیا نه وې،چین ته به سفر ونه کړم.
هغه ټینګار وکړ:غني د یوشمیر نورو کسانو له حضور سره هم مخالف وو چې ما ټینګار وکړ دا کسان باید په ناسته کې حضور ولري.
تمه وه دا ناسته تیره اونۍ ترسره شوې وای،خو د دویم ځل لپاره وځنډیده.تر اوسه په دې ناسته کې د ګډون کوونکو کسانو نوملړ د رسنیو په واک کې نه دی ورکړل شوی.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي