1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د افغانستان د بشرحقونو خپلواک کمېسیون نوي غړي وټاکل شول

67410259_2290119311064298_4744032141413711872_n
18 Jul 2019

محمداشرف غني د جلاجلا فرمانونو له مخې، شهرزاد اکبر د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د مشرې،اسدالله یوسفی، بنفشه یعقوبی، محمد ایوب یوسفزی، سید احسان خلیق، شبنم صالحی، شکرالله مشکور، محمد نعیم نظری او راضیه صیاد ددې کمېسیون د نویو غړو په توګه وټاکل.

 

ولسمشرغني د افغانستان د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون د نویو غړو د پیژندنې په مراسمو کې وویل چې دا کمېسیوه یوه نوی پړاوو ته ور ننوځي.

ښاغلي غني ددې کمېسیون د مخکینۍ مشرې سیما سمر له کړنو ستاینه وکړه او وویل:ډاډه یم میرمن سمر به نوې دنده هم د هیواد ملي ګټو په پام کې نیولو سره ښه ترسره کړي.

د ولسمشر د فرمان پر بنسټ د بشرحقونو خپلواک کمېسیون مخکینۍ مشره سیما سمر د بشرحقونو او نړیوالو اړیکو په چارو کې د دولت د وزیره وګمارل شوه.

ولسمشر د افغانستان دبشر حقونو خپلواک کمېسیون نویو غړو ته د مبارکۍ ترڅنګ همدا شان وویل چې ملی ارزښتونه او د اساسی قانون مواد په تیره بیا ددې قانون دویم فصل چې د وګړو د وجایبو او اساسی حقوق دي د بشر حقونو نړیوالې اعلامیې سره په مطابقت کې دی عام فهمه شي او وارداتی ونه بلل شي.

ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې،د بشرحقونو خپلواک کمېسیون نوی کمیشنران چې په کې نهه غړي شامل دي له ولسمشر،اجرایې مشر او د ولسمشر له دویم مرستیال سره له مرکې وروسته ددې کمېسیون د نویو غړو په توګه ټاکل شوي دي.

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي