د ټرانسپورټ وزارت وایي، د افغانستان د خاورې له لارې د ایران د سوداګریزو توکو لومړنۍ جوپه، اوزبیکستان ته رسیدلې ده.
د افغانستان د خاورې له لارې د ایران د سوداګریزو توکو لومړنۍ جوپه، اوزبیکستان ته ورسیده. د افغانستان د ټرانسپورټ وزارت وایي چې د دې دهلیز د کار پیلیدو سره، د واټیز لیږد را لیږد د نړیوال کنوانسیون (تیر) پر بنسټ، شوی دی.
د ټرانسپورټ وزارت ویاند، حکمت الله قوانچ آرزو ټلویزیون ته وویل، چې دا توکي چې چای او تایر په کې شامل دي، لیږد یې د افغانستان د وسایطو په ګټنې ترسره شوی.
هغه زیاته کړه، په دې وروستیو کې د همدې کنوانسیون پر بنسټ، د ایران سوداګریزې جوپې تاجیکستان او قرغیزستان ته په هغه کې بارګیري شوي او اوس د افغانستان په خاوره کې دي.
د ټرانسپورټ وزارت ویاند، همدارز وویل چې د سیمې او ګاونډیو هیوادونو سره ټرانزیټي وده د حکومت لومړیتوبونو څخه دی او د دې دهلیر د چارو د پیل موخه، د هیواد د خاورې په ګټنې له سویلي آسیا سره د مرکزي آسیا نښلول دي.
د اقتصادي چارو شنونکي، ایرج فقیري په دې اړه وویل: د ګاونډیو هیوادونو مرستې، په دې صورت کې چې د افغانستنا اقتصادي بنسټونو په برخه کې اغیزمن اوسي او د افغانستان د راتلونکي لپآره شتمني جوړه کړي، پرته له شکه چې مثبتې دي.
مخکې له دې ایراني چارواکو هم ویلي دي چې د افغانستان له خاورې ټرانزیټ کولای شي د یوې لنډې او لږ لګښت لرونکې لارې په توګه، د سیمه ییزې سوداګرۍ او همکاریو په برخه کې اغیزمنه ونډه لري او په افغانستان کې به د تلپاتې سولې او امنیت لامل وګرځي.
آندونه دا دي چې د افغانستان د ټرانزیټ وده، په هیواد کې د عایداتو او کاري فرصتونو د ډيریدو لامل ګرځي.