د هند لومړي وزیر له عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې ویلي، هغه سوله چې د افغانستان ولس ته د منلو وي، د هند لپاره هم د منلو ده.
د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر اعلان کړی چې د هند دولت د افغانانو د منلو وړ سولې څخه ملاتړ کوي. عبدالله عبدالله نن له غرمې مخکې (پنځنۍ، تلې اوولسمه)، د هند له لومړي وزیر نرندرا مودي سره ولیدل.
ښاغلي عبدالله ویلي چې په دې لیدنه کې، هغه د هند لومړي وزیر ته د دوحې د خبرو او سولې هڅو په تړاو روښانه انځور وړاندې کړې او د افغانستان د سولې په تړاو یې د دې هیواد له دریځه ستاینه کړې ده.
نرندرا مودي په دې لیدنه کې ویلي: هره هغه سوله چې د افغانانو لپاره د منلو وي، د هند لپاره د منلو ده او هند په افغانستان کې له تلپاتې سولې او ټیکاو څخه ملاتړ کوي؛ ځکه د سولې او ټیکاو راتلو سره، نور د ترهګریزو ډلو د فعالیت لپاره زمینه نه برابریږي.
مودي همداراز له افغانستان سره د نوې ډهلي د مرستو د دوام ډاډ سپارلی دی.
عبدالله عبدالله دوه ورځې مخکې هند ته ورسید؛ هغه مخکې له دې پاکستان ته تللی وو او تمه ده د دې سفرونو پر دوام، اوزبیکستان، چین او ترکیې ته هم ولاړ شي.
د ملي روغې جوړې لویې شورا، د هغه د سفرونو موخه، د سیمه ییزې ټلوالې پیاوړتیا بللې ده.