1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د افغانستان د خپلواکو رادارونو لومړنۍ جوپه له فرانسې کابل ته راورسیده

اداره-هوانوردی-ملکی
17 Jul 2021

د ملکي هوایي چلند اداره وایي چې د افغانستان د خپلواکو رادارونو د نښلولو تړون د ملکي هوایي چلند ادارې له لورې له فرانسوي تالیس شرکت سره د ۱۱۲ میلیون یورو په ارزښت شوی دی.

 

د افغانستان د سراسري رادارونو لومۍ جوپه نن (پیلنۍ، چنګاښ شپږویشتمه)، له فرانسې کابل ته راورسیده.

د افغانستان د ملي هوایي چلند ادارې لوی مشر، فهد داوود مومند د دې رادارونو د تسلیمیدو پرمهال وویل: “د هیواد د خپلواکو رادارونو نښلول د افغانستان په فضا کې د ډیرو الوتنو د جذب او پوتانسیل د لوړیدو ترڅنګ، د تخنیکي چوپړتیاوو او د عبوري الوتنو لپاره د تخنیکي چوپړتیاوو او خوندیتوب کچه لوړوي.”

هغه زیاته کړه: “دا دستګاه دولت ته توان ورکوي چې له صفري کرښې تر ۴۵زره فوټه د هیواد د فضا اغیزمنه څارنه او کنټرول وکړي.”

ښاغلي مومند زیاته کړه: “دا پروژه چې د بودیجوي محدودیتونو له کبله کار یې ځنډیدلی وو، د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر په ۱۲ نیټه رسماْ د دې پروژې پلي کیدل او عملي کار یې پیل شو.”

د دې تړون له مخې چې د ۱۱۲ میلیون یورو په ارزښت له فرانسوي تالیس شرکت سره شوی دی، تر څلورو میاشتو به دا درې رادارونه په کابل، بلخ او هرات ولایتونو کې نښلول کیږي او تمه ده پاتې نهه راداره به، د ۲۰۲۳ کال تر پایه د هیواد په نهو نورو برخو کې ونښلول شي او عملیاتي چارې یې پیل شي.

په کابل کې د فرانسې سفیر، دیوید مارتینون په دې مراسمو کې وویل: “دا تړون او د افغانستان او تالیس شرکت ترمنځ همکاري، په فضایي حریم د افغانستان بشپړې او اغیزمنې ځواکمنتیا زمینه برابروي او د افغانستان دولت به، د کلونو لپاره ترې د پام وړ عایدات ترلاسه کړي.”

د نویو دستګاوو نښلیدو سره، د افغانستان له فضا څخ د عبوري الوتنو فیس به هم ۲۰۰ ډالر لوړ شي.

د هوایي چلند ادارې د هوایي ټرافیکو د چوپړتیاوو د سمون مشر، غلام معصوم معصومي په دې اړه وویل: اوس مهال د افغانستان له فضا څخه د عبوري الوتنو فیس ۷۵۰ ډالره دی چې د دې رادار نښلیدو سره به ۹۵۰ ډالرو ته لوړ شي.

د ملکي هوایي چلند اداره ټینګار کوي چې له دې رادارونو د پوځي موخو لپاره هم ګټنه کیږي.

د یادونې ده چې مخکې له دې د هیواد هوایي حریم د غوڅ ملاتړ د ماموریت له لورې اداره کیده. څو کاله مخکې د ملکي هوایي چلند ادارې ته د هیواد د هوایي حریم د کنټرول د لیږد بهیر پيل شو.