1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۱مې کلیزې په درشل کې غني ته د پوټین د مبارکۍ پیغام

1394042002420433056720310
17 Aug 2020

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین، ولسمشر غني ته د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۱مې کلیزې په پار پیغام کې، د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی.

 

په کابل کې د روسیې سفیر، دمیتري ژیرنوف، نن (دوه نۍ، زمري۲۷)، د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۱مې کلیزې په پار، ولسمشر غني ته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوټین د مبارکۍ پیغام وسپاره.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، د روسیې ولسمشر په دې پیغام کې، د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو اړوند د خوښې ښودلو ترڅنګ، ویلي چې ډاډ من دی په بیلابیلو برخو کې د دواړو لوریو رغنده همکارۍ، لا ډیرې پراخې شي.

پوټین په دې پیغام کې لیکلي چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د نشه یي توکو د ګواښ پر وړاندې ګډ تعامل، د دواړو هیوادونو د ولسونو بنسټیزې ګټې تامینوي او د سیمه ییز ټیکاو او امنیت د ټینګیدو لامل ګرځي.

له بأې خوا، ولسمشر غني هم د دواړو هیوادونو د ډیپلوماټیکو اړیکو د سل کلنۍ په نمانځنې او د کابل-مسکو ترمنځ د ټرانزیټ او سوداګرۍ په ودې ټینګار کړی دی.

ښاغل يغني د افغانستان او مرکزي آسیا ترمنځ د سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو د ستاینې ترڅنګ، د روسیې بازارونو ته د افغانستان د صادراتو او په ځانګړې توګه د یموو د صادراتو اړوند ټینګار کړی او له روسیې یې غوښتي چې د افغانستان د اوسپنیزې کرښې په برخه کې، پانګونه وکړي.

له دې سره هم مهاله؛ په هیواد کې دننه هم ښارونه په بیرغونو او د خپلواکۍ د ۱۰۱مې کلیزې د نمانځنې په انځورونو پوښل شوي.

هر کال د زمري ۲۸ یا د هیواد د خپلواکۍ د بیا ترلاسه کوول کالیزه، په ځانګړې توګه په ښارونو او ولسوالیو کې نمانځل کیږي. سږکال هم د ولایتونو سیمه ییزو چارواکو د دې مراسمو د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکړی دی.