د ملي روغې جوړې لویه شورا وایي، نن (پیلنۍ وږې ۲۹) به کړنلاره وروستۍ شي او طالبانو تر اوسه داسې څه نه دي څرګند کړي چې د خبرو اترو پر وړاندې خنډ وګرځي.
د افغانانو ترمنځ له پیله اته روځې تیریږي، خو لا هم د دواړو لوریو پلاوي نه دي بریالي شوي ترڅو د عمومي ناستو پر مخ وړو لپاره پر یوې کړنچلارې او آجنډا هوکړې وکړي.
له دوحې څخه یوشمیر سرچینې وایي، تمه ده د حکومت او طالبانو پلاوي نن ( پیلنۍ) ماښام د پرکړنچلارې هوکړې لپاره عمومي ناسته ترسره کړي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې نن آرزو ټلویزیون ته وویل چې دواړو لوري لاهم د آند توپیر لري او د ناستو پر کاري طرزالعمل کار روان دی.
د افغانستان د دولت د مرکچي پلاوي یو غړی رسول طالب هم له طالبانو سره په تیره یوه اوونۍ کې د پیچلو خبرو له ترسره کیدو خبرې کوي. هغه زیاته کړه د ناستو مهال ویش وروستی شوی او اټکل کیږي چې په روانه اوونۍ کې پر اصلي سکالو خبرې اترې پیل شي.
له بلې خوا د ملي مصالحې لویه شورا د دوحې په ناسته کې له پرمختګه خبر ورکړی دی.
د دې شورا مرستیال اسدالله سعادتي په یوې ناسته کې وویل چې طالبانو تر اوسه داسې څه نه دي ویلي چې د خبرو اترو پر وړاندې خنډ وګرځي.
دا شورا په داسې حال کې د دوحې په خبرو اترو کې له پرمختګه خبرې ورکوي چې تیره ورځ د جمعیت ګوند مشر صلاح الدین رباني د سولې د روانو خبرو اترو له څوکاټ څخه نیوکه وکړه او ویې ویل چې دا بهیر نشي کولای تلپاتې سولې ته ورسیږي.
آرزو نیوز ــ شمس الله رحیمي