د افغانستان د دولت پلاوي، یوشمیر سیاستوالو او د طالبانو استازو په تهران کې لیدنه او خبرې اترې کړې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمدجوادظریف د دواړو لوریو د استازو په ناسته کې، د افغانانو ترمنځ خبرو اترو میز ته بیرته ګرځيدل تر ټولو ښه لار بللې او ویلي یې دي چې د افغانستان خلک او سیاسي مشران باید د خپلې راتلونکې په اړه ستونزمنه پریکړه وکړي.
ښاغلي ظریف ټینګار کړی دی چې تهران، په افغانستان کې روان کړکیچ حل په موخه د دواړو لوریو ترمنځ خبرو اترو بهیر سره مرستې او همکاریو ته چمتو دی.
له بلې خوا محمدیونس قانوني، سلام رحیمي، کریم خرم، ارشاد احمدي،ظاهر وحدت او محمدالله بتاش د شیرمحمدعباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو له استازو سره د سولې په اړه لیدنه او خبرې اترې کړې دي.