د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولودچاووش اوغلو ویلي دي چې د استانبول ناسته له قطر، آمریکا او ملګرو ملتونو سازمان سره له سلا وروسته تر کوچني اختره وځنډول شوه.
خو د ملي روغې جوړې لویې شورا تیره ورځ اعلان وکړ چې د ترکیې په ناسته کې د ګډون کوونکو کسانو نوملړ چمتو شوی دی.
د افغانستان د سولې په اړه د استانبول ناستې ځنډ د ولسي جرګې د یوشمیر استازو له غبرګون سره هم مخ شوی دی.
مخکې له دې طالبان له افغانستان څخه د آمریکايي ځواکونو په ایستلو کې پنځه میاشتنې ځند په غبرګون کې ویلي دي چې ترڅو چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ونه وځي، په هیڅ هغې ناسته کې به چې د افغانستان په اړه ترسره کیږي ګډون ونه کړي.