د آمریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د افغانستان د سولې لپاره د آمریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد قطر،پاکستان،ناروي او بلغارستان ته د خپل سفر نوی پړاو د روانې زیږدیز میاشتې په ۲۴ مه نیټه پیل کړ.
دوحې او قطر ته د ښاغلي خلیلزاد د سفر موخه،د افغانانو ترمنځ خبرو له پیل وړاندې د پاتې سکالو حل په تیره بیا د بندیانو د تبادلې او تاوتریخوالو پر کمیدو بحث ویل شوی دی.
د آمریکا د بهرنیو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې،خلیل زاد پاکستان ته په خپل سفر کې هڅه کوي ترڅو د افغانانو ترمنځ خبرو پر مخ وړو لپاره د دې هیواد ملاتړ تر لاسه کړي.
د افغانستان د سولې لپاره د آمریکا ځانګړی استازی به ناروې او بلغارستان ته هم په خپل سفر سره د افغانستان د سولې وروستي بدلونونه شریک کړي.
د آمریکا د بهرنیو چارو وزارت که څه هم اعلان وکړ چې د جګړې ښکیلې غاړې د افغانانو ترمنځ خبرو اترو پیل لپاره له بل هر مهاله ډیر نږدې شوي خو لا هم د دې خبرو اترو پیل لپاره ښکاره نیټې څرک نه لګي.
اوس مهال د یوشمیر طالب بندیانو خوشې کیدو پر سر اختلافونو له کبله دا بهیر له کړکیچ سره مخ شوی او له بلې خوا د دواړو لوریو ترمنځ نښتې هم ډيرې شوې دي.