1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د افغانستان د سولې له هڅو د ناټو ملاتړ

02-5-1536x1024
23 Sep 2020

د ملي پخلاینې لویې شورا مشر عبدالله عبدالله د (درې نۍ،تلې لومړۍ) په ورځ د سپیدار په مانۍ کې په افغانستان کې د ناټو له ملکي استازي استفانو پونته کورو سره لیدنه وکړه.

د ملي پخلاینې لویې شورا مشر په دې لیدنه کې په دوحه کې د سولې بهیر او د سولې خبرو د رورستیو هڅو په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وګړ چې د خبرو اترو په لړ کې باید ټولې هڅې د سولې غوښتنې  له روحیې سره برابراوسي.

د ملي پخلاینې لویې  شورا مشر په افغانستان کې د ناټو له ملکي استازي سره په لیدنه کې، د تاوتریخوالي لوړه کچه د نه منلو وړ بللې او د خبرو اترو په ترڅ کې د بشرپاله اوربند غوښتنه یې کړې ده.

د ناټو لوي منشي هم هیله مندي ښودلې ده چې په دوحه کې د خبرو اترو لومړی پړاو، په افغانستان کې د جګړو او تاوتریخوالي پای لپاره لار هواره کړي.