1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د افغانستان د سولې په اړه د خلیل زاد د سفرونو نوي پړاو پیل

5-1-1140x684-1
29 Jun 2020

د افغانستان د سولې لپاره د آمریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد د یوې نۍ په ورځ (چنګاښ ۸/جون ۲۸ مه) د افغانستان د سولې په تړاو د خپل سفر نوی پړاو پیل کړ.

د آمریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د افغانستان د سولې لپاره د دې هیواد ځانګړی استازی به پاکستان،قطر او اوزبیکستان ته په خپل سفر کې ټول افغانان هڅوي ترڅو د افغانانو ترمنځ خبرو اترو له پیل وړاندې پر خپلو ژمنو په تیره بیا تاوتریخوالي کموالي او د بندیانو خوشې کیدو په برخه کې ګام پورته کړي.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ښاغلی خلیل زاد به کابل ته سفر ونه کړي او د کرونا ویروس د خپریدو له کبله به له افغان چارواکو سره د ویډیو کنفرانس له لارې اړیکه ونیسي.

په دې سفر کې د آمریکا د پانګه اچونې د نړیوالې پراختیا شرکت عامل مدیر هم له خلیل زاد سره ملتیا کوي او ویل شوي دي چې دا پلاوی د پانګه اچونې فرصت،د افغانستان اقتصادي حالت ښه والي او پر مخ وړو لپاره بیلابیلو برخو کې ګډون او په سیمه کې له تلپاتې سولې ملاتړ هم تر څیړنې لاندې نیسي.