1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د افغانستان د سیاسي مشرانو د نه یووالي له پایلو د عبدالله هیښتیا

1000-2
02 May 2021

د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر هیښتیا ورکوي، که په کابل کې سیاستوال متحده نشي، د افغانستان لپاره به سختې پایلې له ځانه سره ولري.

 

په داسې حالاتو کې چې افغانستان له یوې خوا د بهرنیو ځواکونو له ایستلو سره مخامخ دی او له بلې خوا هم له طالبانو سره د سولې خبرې  اترې په بشپړه توګه دریدلې دي، د ملي روغې جوړې لویې شورا یو ستر چارواکی د سیاستوالو ترمنځ سیاسي ټلوالې نشتون د ناوړه پایلو اړوند هیښتیا ورکوي.

عبدالله عبدالله له استوشیتدپرس خبري آژانس سره په مرکه کې په نویمه لسیزه کې د مشرانو ترمنځ اختلاف ته ګوتڅنډنه کوي چې د کورنیو جګړو او لس هاو پوځيانو او ملکیانو د وژل کیدو لامل شوې وو.

هغه په دې مرکه کې په اوسنیو شرایطو کې د سیاستوالو پر ډيری یووالي ټینګار کوي او وایي چې، د نویمې لسیزې تریخي تجربې له تکرار څخه مخنیوي لپاره باید یو شي ترڅو تاریخ و دوی په اړه سم قضاوت وکړي.

ښاغلی عبدالله د خپلې مرکې په یوې برخه کې د بهرنیو ځواکونو وتلو ته ګوتڅنډنه کوي او هغه د افغانستان لپاره کړکیچ ځیږونکی بولي له همدې کبله هغه د سولې پر سر لا ډیر کار کولو ټينګار کوي.

د ملي روغې جوړې لویې شورا مشر د لومړي ځل لپاره د طالبانو له لوري د یوه لیک له لاسه کولو خبرې کوې، خو په ورته وخت کې بیا وايي چې لا یې هم سولې ته د رسیدو لپاره د طالبانو له لوري ژمنه نه ده لیدلې.

د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر پر سولې د افغانستان حکومت او طالبانو ځیرنه ګټوره بللې او یو ځل بیا یې دې ډلې ته خطاب کې ویلي چې خپلې ټولې غوښتنې او تمې د خبرو په میز کې مطرح کړي. هغه ټینګار وکړ چې طالبان نشي کولای له جګړې سره بریالي شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږي چې تیره ورځ، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر رسماْ پیل شو.

په همدې حال کې ولسمشرۍ ماڼۍ  سولې ته د رسیدو په تړاو د سیاسي او ملي ټلوالې پياوړتیا لپاره نوې هڅې پیل کړې دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې پربنسټ، ولسمشر غني په تیرو دوو ورځو کې له ډیریو سیاسي مشرانو لکه استاد سیاف، عبدالله عبدالله او حامدکرزي سره لیدنې لرلې دي.