| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
د افغانستان د غوره لیک له اتلانو سره د ولسمشر غني لیدنه
17 Oct 2020
ولسمشرغني نن (پیلنۍ/شنبه، تلې/میزان ۲۶ مه) د فوټبالیستو نجونو په ګډون د افغانستان د غوره لیک له اتلانو، او د هیواد د فوټبال د مشرتابه سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې ښاغلي غني د فوټبال ځوانان د افغانستان لپاره ویاړ راوړونکي وبلل او د هغوي له اتلولیو څخه یې ستاینه وکړه.
ښاغلي غني همدا راز تیره ورځ هم د ښځینه فوټبال غوره سیالیو کې د هرات د نجونو اتلولۍ څخه ستاینه وکړه او ښځینه وو ورزشکارانو ته یې د بریا هیله کړې وه.

