د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې په ۲۰۲۱ کال کې د درې سرو زرو ستورو لومړۍ جایزه افغانستان ته ورکړل شوې ده.
په دې وروستیو کې د سوداګرۍ او صنعت وزارت اعلان کړی دی چې د افغانستان زعفران په ۲۰۲۱ زیږدیځ کال کې د اروپايي ټولنې د نړیوالې ذایقې د انسټیټیوټ د سرو زرو درې ستوري جایزه تر لاسه کړې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، فواد احمدي وویل چې دا ډالۍ د افغانستان په استازیتوب کیهان کرنیز شرکت ته ورکړل شوې ده.
د هغه په وینا، د اروپایي ټولنې د ذایقې نړیوال انسټیټوټ، د بلجیم پلازمینې، بروکسل ښار کې میشت دی او د ذایقې د ټاکلو او د خوراکي توکو د کیفیت د ټاکلو په تړاو باوري نړیوال بنسټ دي.
دې وزارت ټینګار کړی دی چې د “سرو زرو درې ستوري” ډالۍ، له نړیوال اعتبار څخه برخمنه ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند زیاته کړه: د دې بنسټ د درییو سرو زرو ډالۍ، په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان زعفرانو ته د لوړ طبیعي کیفیت له کبله د افغانستان د کیهان زعفران شرکت ته ورکړل شوې.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د کیهان زعفران کرنیز شرکت د ذایقې د نړیوال انسټیټوټ درې سرو زرو ستورو ډالۍ ترلاسه کولو سره به له دې وروسته وکولای شي په خپلو کرنیزو پیداوارو د دې بنسټ نښان وکاروي او په نړیواله کچه ترې ګټنه وکړي.
زعفران د افغانستان له ګران بیه بوټو دی چې په نړۍ کې ښه کیفیت او همدا راز ښه نړیوال بازار لري.
په هیواد کې د زعفرانو یو شمیر کروندګرو هم تل له حکومت څخه غوښتي چې د دې محصول د ودې او له هیواده بهر د بازارموندنې به برخه کې هڅه وکړي.