1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د افغانستان سیاسي کړکیچ حل لپاره د آمریکا د منځګړیتوب لپاره غوښتنې

غنی-عبدالله
11 Apr 2020

په داسې حال کې چې د ارګ او سپیدار ترمنځ هڅې بی پایلې پاتې شوې،د ولسي جرګې یوشمیر غړي د دې سکالې حل لپاره د آمریکا د منځګړیتوب غوښتونکي دي.

دې په کتو چې د روانو سیاسي اختلافونو حل لپاره په وروستیو اوونیو کې کورنیو منځګړیتوب کونکو هڅې ګړندې شوې دي،خو په ظاهره توګه دا هڅې د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ جوړجاړۍ لپاره ناکامه شوې دي.

پخواني ولسمشر ته له نږدې کسانو او سیاسي کاپوه شهزاده مسعود آرزو ټلویزیون ته تایید کړې چې د اوسني کړکیچ حل لپاره هڅې تر دمګړۍ بی پایلې پاتې شوې دي.

هغه ټينګار وکړ چې له ټاکنو راتلي سیاسي کړکیچ پایلې هیواد ته خطرناکه دي او دوی په افغانستان کې د حالت له پیچتیا اندیښمن دي

له دې سره،د ولسي جرګې یو شمیر غړي آمریکا تورنوي چې په افغانستان کې را ټاکنو راتلیو سیاسي ناندرو په حل کې صادقانه چلند نه کوي.

د ولسي جرګې غړی حفیظ الله جلیل په دې اړه وویل چې آمریکا د دې سکالې په راس کې دی او تر هغې چې واشنګټن د اوسنې سکالې د حل په برخه کې ګام پورته نه کړي حل به نشي.

د ولسي جرګې یو بل غړی حجت الله خردمند هم په دې تړاو آرزو ته وویل چې د روان سیاسي کړکیچ دوام،به هیواد ته ناوړه پایلې ولري او سیاسي مشران باید ژر تر ژره د ناندرو حل لپاره هوکړې ته ورسیږي.

په څو وروستیو ورځو کې ارګ او سپیدار تل د خبرو اترو له دوامه خبر ورکړی دی.

خو د عبدالله عبدالله ویاند امید میثم نن ( پیلنۍ د وري/حمل ۲۳) رسنیو ته وویل چې د د منځګړیتوب کونکو د هڅو د بی پایلې پاتې کیدو په صورت کې،سپیدار نورې برنامې تر لاس لاندې لري.

سپیدار وړاندې هم هیښتیا ورکړې وه چې که چیرې له ارګ سره سیاسي هوکړې ته ونه رسیږي،د ټول ګډونه دولت کابینه به اعلان کړي.

دا په داسې  حال کې ده چې تیره ورځ د محمداشرف غني یوه ویاند دواخان مینه پال وویل چې ښاغلي غني د اوسنیو سیاسي ناندرو حل لپاره ور پرانستی پرې ایښی دی.

وړاندې له دې په افغانستان کې سیاسي ناندرو دوام د دې لامل شو ترڅو آمریکا له افغانستان سره یو میلیاړد ډالره راکم کړي،واشنګټن همدا شان هیښتیا ورکړې ده چې د دې حالت د دوام په صورت کې به خپل ټول پوځيان له افغانستان څخه وباسي.

آرزو نیوز ــ شمس الله رحیمي