1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د افغانستان د اړیکې ډلې- شانګهای همکاریو سازمان څلورمه ناسته

sj
14 Jul 2021

د شانګهای همکاریو سازمان غړو هیوادونو په ګډه له سوله ییز افغانستان څخه د ملاتړ اعلان وکړ.

د افغانستاند اړیکې دلې– شانګهای همکاریو سازمان څلورمه ناسته، نن (څلورنۍ، چنګاښ درې ویشتمه)، د اتو غړو هیوادونو او د دې سازمان څارونکو غړو د بهرنیو چارو وزیرانو په حضور، د تاجیکستان په دوشنبې کې ترسره شوه.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، حامد تهذیب وویل چې په دې ناسته کې ګډونوالو په دې سازمان کې د افغانستان د غړیتوب او له هیواد سره په سیاسي، امنیتي، اقتصادي او بشري مرستو خبرې کړې دي.

د هغه په وینا، د دې سازمان غړو هیوادونو د طالبانو او بهرنیو جنګیالیو له لورې د تاوتریخوالي ډیریدل د اندیښنې وړ بللي او له افغانستان سره یې همکارۍ ته بشپړه ژمنه کړې ده.

له بلې خوا، د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیر په دې ناسته کې، په افغانستان کې په تلپاتي ټیکاو ټینګار وکړ او په دې هیواد کې یې امنیت د منځنۍ آسیا او سیمې په ګټه وباله.

د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیر، سراج الدین مهرالدین وویل: “د شانګهای همکاریو سازمان غړي هیوادونه په دې باور دي چې د شانجګهای همکاریو سازمان د غړو هیوادونو د امنیت او ټیکاو یوه مهمه چاره، په افغانستان کې تلپاتی ټیکاو دی.”

هغه زیاته کړه: “د دې سازمان غړي هیوادونه د سولې د بهیر په پرمختګ، ودې، اقتصاد، له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره په مبارزه کې د افغانستان د حکومت او خلکو ملاتړ کوي.”

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په دې ناسته کې، په افغانستان کې د سولې هوکړې ته د رسیدو پرته د بهرنیو ځواکونو وتل د اندیښنې وړ بللي دي.

شاه محمد قریشي همداراز په افغانستان کې د جګړو له لوریو غواړي چې ژر تر ژره د افغانستان د مسئلې د هواري لپاره یوې هوکړې ته ورسیږي.

ښاغلي قریشي یاده کړه: “په وروستیو اونیو کې د تاوتریخوالي ډیریدو، بې پایښته روان حالت لا سخت کړی دی. د نښتو سیوری خپور شوی چې فضا یې هغو مخربینو ته چې په افغانستان او سیمه کې د نه ټیکاو غوښتونکي دي، برابره کړې ده. مونږ په ټولو افغان لوریو غږ کوو چې په رغنده توګه ښکیل شي او د خبرو له لارې د یوې سیاسي حل لارې لپاره هڅه وکړي.”

له بلې خوا، د هیواد د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د دې ناستې په څنډه کېد اوزبیکستان، هند او پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په لیدنو کې د افغانستان د روان حالت او سولې بهیر اړوند خبرې کړې دي.