1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د افغانستان له بندخونو د لویو طالب قوماندانانو په خوشې کیدو د دې ډلې ټینګار

taliban doha
06 Apr 2020

د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر وایي، طالبان د خپلو پنځلسو لویو مشرانو په خوشې کیدو ټینګار لري او دې سکالو د بندیانو د خوشې کیدو بهیر ځنډولی دی.

 

د بندیانو د خوشې کیدو لپاره د طالبانو د درې کسیز پلاوي له سفره د نږدې یوې اوونۍ تیریدو سره سره، تراوسه دا بهیر پیل شوی ندی او د دواړو لوریو خبرې هم له کړکیچ سره مخامخ شوې دي.

د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر، عبدالمتین بیګ نن (دوه نۍ، اوري۱۸/اپریل۶)، په یوې خبري ناسته کې وویل چې دا بهیر له خنډ سره مخ شوی.

د هغه په وینا، طالبانو د خپلو هغو لویو قوماندانانو د خوشې کیدو غوښتنه لري چې په لویو بریدونو؛ څلورسوه بستریز پوځي روغتون، انټرکانټیننټال هوټل او د هواپيژندنې په ادارې په بریدونو کې لاس لري.

ښاغلي بیګ ټینګار وکړ چې د دې ډلې د بندیانو د خوشې کیدو لپاره څلورسوه کسیز نوملړ چمتو شوی او دا بهیر به د حکومت د فرمان پر بنسټ پیل شي.

خو هغه زیاته کړه چې حکومت د دې بهیر د عملي کولو لپاره، د تاوتریخوالي د کمیدو په پیل ټینګار لري.

طالبانو ته نږدې سرچینې بیا، د خبرو د غځیدو لامل، حکومت سره تړلی بولي.

د سولې د ولسي تړون مشر او د طالبانو د رژیم مخکینی چارواکی، سیداکبر آغا وایي چې د حکومت نوي شرایط د دې لامل شوي چې د بندیانو د خوشې کیدو بهیر تراوسه پیل نشي.

مخکې له دې د طالبانو ډلې د یوې اعلانپاڼې خپرولو سره، امریکا په دوحه کې د لاسلیک شوې هوکړې په ترپښو لاندې کولو تورنه کړې ده.

د دې ډلې اړوند د پنځو زرو بندیانو نه خوشې کیدل، د افغانستان امنیتي سرتیرو او امریکایي پوځیانو ګډ شپني عملیات، د طالبانو په مرکزونو بریدونه، او پر دې دلې هوایي بریدونه هغه څه دي چې طالبان یې د هوکړه لیک نقض بولی. خو په هیواد کې د امریکایي ځواکونو ویاند د طالبانو دا ادعا بې بنسټه بولي او ټینګار لري چې دوی د هوکړه لیک د مادو د عملي کولو لپاره ژمن دي.

آرزو نیوز- شمس الرحمن خپلواک