جوبایډن د امریکا کانګرس ته په یوه لیک کې لیکلي چې واشنګټن د افغانستان د سولې له خبرو او په دې برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان له هڅو هم ملاتړ کوي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن د خپل هیواد کانګرس ته د افغانستان اړوند لیک استولی او په هغه کې یې د افغانستان له دفاعي او امنیتي سرتیرو د واشنګټن د همکاریو د دوام، بشرپاله مرستو او ښځو حقونو اړوند ټینګار شوی دی.
بایډن د لیک په یوه برخه کې د افغانستان حکومت او طالبانو ډله مکلفه ګڼلي چې ترهګریزو ډلو ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې امریکا او متحدینو ته یې ګواښ پيښ کړي.
ښاغلي بایډن همداراز د سولې د خبرو پر ملاتړ ټینګار کړی او په افغانستان کې یې د سولې د ټینګیدو لپاره د پاکستان د لا ډیرو هڅو غوښتنه کړې.
د دې لیک په یوه برخه کې راغلي: “مونږ د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې له خبرو چې د ملګرو ملتونو له لورې آسانیږي، بشپړ ملاتړ لپاره خپلې دیپلوماسۍ ته دوام ورکوو. د سیمې له نورو هیوادونو او په ځانګړې توګه له پاکستان څخه غواړو چې له افغانستان څخه د ملاتړ او په دې هیواد کې د ټیکاو لپاره ډیرې هڅې وکړی.”
دا په داسې حال کې ده چې د دولت او طالبانو ډلې مرکچي پلاویو په دوحه کې د خبرو د بیا پیل خبر ورکړی. هغه خبرې چې د نږدې درییو میاشتو دریدو وروسته له سره پیل شوی.
دواړو لوریو ګزارش ورکړی چې د مرکچي پلاویو مشرانو او غړو، د درې نۍ ورځې ماښام په یوه ناسته کې د خبرو او اجنډا اړوند سکالو د ګړندي پر سر هوکړه کړې ده.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې، ناجیه انوري د حکومت او طالبانو د پلاویو د لیدنې اړوند وویل: “په دې ناسته کې د خبرو د چټکیدو او د اجنډا د سکالو اړوند هوکړه وشوه.”
له بلې خوا هندوستان ټایمز ورځپاڼې د نوې ډهلي او طالبانو ډلې ترمنځ د اړیکو د ټینګیدو خبر ورکړی. دې ورځپاڼې د یو شمیر سرچینو په حواله لیکلي چې د هندوستان او د ملابرادر په ګډون د طالبانو له مشرتابه سره اړیکې ټینګې شوې دي.
تراوسه نوې ډهلي دواړو د دې ګزارش اړوند دریځ ندی غوره کړی؛ خو طالبانو دا خبر رد کړی دی.