1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي سره د حمدالله محب لیدنه

طار
02 Feb 2021

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي ابراهیم طاهریان سره لیدنه وکړه.

د ملي امنیت شورا د خبرپاڼې پر بنسټ دواړو لوریو په دې لیدنه کې د افغانستان سولې بهیر د وروستیو پرمختګونو په اړه بحث کړی دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې ابراهیم طاهریان او حمدالله محب د تاوتریخوالي په کمیدو او د سولې خبرو اترو پر دوام ټینګار وکړ او په دې اړه د ګډو هڅو په اړه یې هم خبرې وکړې.