1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې سره د ولسمشرغني لیدنه

127809763_3486074271468790_6444587423285644529_o-1536x931 (1)
29 Nov 2020

ولسمشرغني تیره ورځ(لیندۍ/قوس ۸مه، نومبر ۲۸م۸) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې میرمن دیبورالاینس په ارګ کې لیدنه وکړه.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې پربنسټ، ښاغلي غني په دې لیدنه کې په بریا سره د جینوا د ناستې ترسره کیدو او د دې ناستې په سند کې د حکومت د ژمنو څرنګوالي پر سر بحث کړی دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې دواړو لوریو همدا راز د سولې د بهیر او همدا راز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بیلابیلو ادارو د سمون پر سر هم خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې نړیوالې ټولنې په جینوا ناسته کې په راتلونکو څلورو کالونو کې له افغانستان سره خپلې مالي مرستې اعلان کړې.