په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی د تلې شپږمې ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان غوښتونکی دی.
نیکلاس کي له بی بی سی سره په مرکه کې همدا شان له نوماندانو او سیاسی فعالانو غوښتي ترڅو د ټاکنو خپلواک کمېسیون پریکړې ته درناوی وکړي.
د ښاغلي کي په وینا هیڅ یو افغان د ټاکنو په پایله کې د کړکیچ او نا ټیکاوۍ غوښتونکی نه دی او د دې هیواد د ولسواکۍ راتلونکې لپاره هم د سپینو او تورو رایو جلا کیدو لپاره د کمېسیون هڅې ډيری ګټورې دي.
نیکولاس په خبره په افغانستان کې د موقت حکومت ګنګوسي او خوبونه په مکمله توګه بې ځایه دي او په ټاکنو کې باید ټول ښکېل اړخونه اساسي قانون او د ټاکنو اړوند قوانینو ته درناوی وکړي.
بلخوا ارګ هم د نوماندانو شورا د قانون د مشارکت هغه طرحه چې څو ورځې وړاندې یې رسنیزه کړې وه د اساسي قانون خلاف بللې ده.
د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په خپلې ټویټر پاڼې لیکلي دي چې د ملي مشارکت په نوم طرحه چې څو ورځې کېږي لاس په لاس کېږي هیچا ته د منلو وړ نه ده چې دا چاره به په هیڅ صورت کې پلی نه شي.
نوموړي په ټینګار سره ویلي دي، چې د نوماندانو شورا باید د افغانانو رایو ته لږ تر لږه درناوی وکړي، نه دا چې د هغوی رایو ترڅنګ دې د موقت حکومت او ملي مشارکت غوښتنه په تکرار سره وکړي.
د یادولو ده چې د ناټو غړي نیکولاس کې او صدیق صدیق وروستي غبرګونونه هغه مهال وښود کله چې د نوماندانو شورا د ملي مشارکت لاندې او د موقت حکومت جوړولو غوښتنه وکړه.