هیوادوال وایي چې د هوا سړېدو سره سم، د تیرې یوې میاشتې په پرتله د یو شمیر خوراکي توکو بیه په بېسارې توګه اوچته شوې ده.
د کابل اوسیدونکي وایي چې د یو شمیر خوراکي توکو په ځانګړې توګه غوړیو او چرګانو د هګیو بیه د تیرې میاشتې په پرتله په بېسارې توګه لوړه شوې ده.
یو شمیر هیوادوال او د خوراکي توکو پلورونکي، حکومت د سوداګرو له لورې د احتکار او ګران پلورنې د مخنیوي اړوند د بازار په مدیریت کې په بې غورۍ تورنوي.
دوی وایي چې حکومت باید په دې برخه کې باید له ګران پلورنې سره جدي مبارزه وکړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه، د خوراکي توکو د بیې د لوړوالي لامل، د نړۍ په کچه د خوراکي توکو د بیې ۲۰ سلنه لوړوالی یادوي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی، خان جان الکوزی به دې تړاو وایي: په تیرو کې په هیواد کې د خوراکي توکو د بیې د مدیریت لپاره یو کمیسیون فعالیت درلود، خو اوس دا کمیسیون فعالیت نلري.
هغه همداراز د حکومت په همکارۍ د بازار د مدیریت د بهیر د بیا پیل لپاره د هڅو خبر وکړه.
هر کال د سړوښې موسم رارسیدو سره، د خوراکي او سوند توکو بیه څو چنده لوړیږي، تر دې چې تیر کال په پلازمینه کې د یو کیلو ګازو بیه تر سلو افغانیو رسیدلې وه او حکومت د بازار د بیې د ماتولو لپاره، ګام اوچت کړ او دولتي ګاز یې وپلورل.